خدایه ته رحم پر ما وکړې
ملا سرکار دی ما مکتب ته نه پرېږدینه
په پښتو ادب کې لنډۍ د ښځو د دردونو، خفګان، خوشحالۍ، مینې او مقاومت څرګندولو غوره وسیله ده. دا ولسي شعرونه، چې ډیری وخت د ښځو ترمنځ د ژوند د واقعیتونو او احساساتو انځورګري کوي، د افغاني ټولنې لپاره یوه شاهکار هنر دی.
“خداویه ته رحم پر ما وکړې،
ملا سرکار دی ما مکتب ته نه پرېږدینه”
په دې لنډۍ کې د یوې افغانې نجلۍ له زده کړو سره د ژورې مینې غوښتنه لکه لمر ځلېږي ،د هغه نجلۍ چې د زده کړې حق ترې په نرواکه ټولنه کې بشپړ اخیستل شوی دی.
زده کړه یوازې د کتابونو او د الفبا په اړه نه ده، بلکې دا د انسان فکري او روحاني بلوغ لپاره بنسټیزه اساس ده.
افلاطون ویل چې، “تعلیم د ټولنې د بدلون او پرمختګ یوازینۍ وسیله ده.” کله چې موږ له تعلیم څخه محرومه شو، نه یوازې د خپلو فردي ظرفیتونو څخه بې برخې کیږو، بلکه د ټولنې د راتلونکي پرمختګ لاره هم تړو.
په افغانستان کې د نجونو لپاره د زده کړو بندیزونه نه یوازې د دې هېواد د پرمختګ مخه نیسي، بلکې د نړیوالو حقونو او انساني آزادۍ پر وړاندې هم یوه جدي سرغړونه ده.
که یوه ټولنه غواړي چې د پرمختګ او سوکالۍ په لور روانه شي، نو ورته اړینه ده چې خپلو ښځو او نجونو ته د زده کړو بشپړ حق ورکړي.
په افغانستان کې په تېرو لسیزو کې، د نجونو د تعلیم لپاره ګڼې هڅې او مبارزې ترسره شوې دي، خو اوس د دین او سیاست تر عنوان لاندې د تعلیم په وړاندې پر نجونو سخت بندیزونه لګول شوي دي. د دې بندیزونو تر شا ګڼې سیاسي، ټولنیزې او کلتوري انګیزې پرته دي، چې نه یوازې افغان نجونې بلکې ټولې ښځې د تعلیم له اساسي حقه محروموي.
د دې بندیزونو سره سره، افغان نجونې بیا هم د خپل حق لپاره هره ورځ مبارزه کوي.
د دې لنډۍ یوه مهمه برخه “ملا سرکار دی ما مکتب ته نه پرېږدینه” د ملا په طبیعت له دیني تفسیرونو او کلتوري نورمونو تضاد ته اشاره کوي. که څه هم اسلام د علم زده کړه د هر مسلمان د ښځې او سړي لپاره فرض ګڼي، خو په افغانستان کې د دین په نامه د تعلیم مخه نیول د دې باور پر خلاف عمل دی.
حضرت محمد (ص) په خپلو خبرو کې تل د علم ارزښت په ګوته کړی دی، او د اسلام لومړۍ وحی هم د “اقْرَأ” پر بنسټ وه چې د لوستلو او زده کړې پر اهمیت ټینګار کوي. چې په اسلامي ټولنه کې د تعلیم د پرمخ وړلو لپاره داسې اصول او قوانین شتون لري، نو هیڅ انسان او هیڅ جنسیت باید له دې حقه محروم نه وي.
د دې لنډۍ پیغام یوازې د یو فرد غم نه دی، بلکې د ټول افغان ملت د ښځو او نجونو غږ دی. هغه غږ چې ددې غږ له لارې، نه یوازې د ښوونځیو دروازې پرانیستل غواړي، بلکه د ټولنې ذهنونه هم د تعلیم او پرمختګ په اړه بیا کتنې ته اړباسي. د افغان نجونو تعلیم یوازې د هغوی فردي حق نه دی، بلکه د ټولنې د ګډ پرمختګ، عدالت، او انساني ارزښتونو اساس دی.
د افغان نجونو د تعلیم مبارزه نه یوازې د ځان لپاره ده، بلکه د ټولنې د راتلونکي ښه والي لپاره هم یوه حیاتي برخه ده.
زده کړه د فرد د آزادۍ، هوښیارۍ، او شخصي پیاوړتیا یوه وسیله ده. که کومه ټولنه غواړي چې پرمختګ وکړي، باید د خپلو نجونو او ښځو د تعلیم لپاره دروازې پرانیزي. که څه هم نن ورځ د افغان نجونو لپاره تعلیم ته لاسرسی ستونزمن دی، خو راتلونکې به د هغوی د جرات، زړورتیا او تعلیم د پیاوړتیا ګواهي ورکوي.
جنوري، ۳۱، ۲۰۲۵