سه شنبه, دسمبر 10, 2024
Homeخبرونهچین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي

چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۶ مه) د چین هوایي ځواک چمتو دی چې خپله نوې پټه جنګي الوتکه، J-35A، رسماً نندارې ته وړاندې کړي.

د سی این این د راپور له مخې، چینایان او نور خلک له ډېرې مودې راهیسي د چین دې الوتکې ته سترګې په لار وو.

دا جنګي الوتکه، چې عکس یې د چین هوايي ځواک د سې شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې خپور کړ، ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د ژوهای ښار په یوه هوايي نندارتون کې وښودل شي.

سي این این وايي، دا الوتکه چې د پوځي وړتیاوو د زیاتېدا لور ته د چین د چټک پرمختګ نښه ګڼل کېږي، له امریکا سره په پوځي برخه کې د چین د سیالۍ یوه بله هڅه ده.

د J-35A په اړه د چین په پوځ پورې یوې تړلې ی رسنۍ راپور ورکړی چې دا الوتکه “په ځانګړي توګه د هوايي جګړې عملیاتو لپاره ډیزاین شوې او کولای شي له هوا څخه پر مځکې بریدونه وکړي.”

د چینايي متخصصانو په وینا، که چیرې دا الوتکه رسماً عملیاتو ته راووځي، چین به له متحدو ایالتونو وروسته دوهم هېواد وي چې دوه ډوله پټې جنګي الوتکې لري.

د چین J-20 پټه جنګي الوتکه په ۲۰۱۷ کال کې په رسمي توګه خدمت ته داخله شوه. دا خبره چینايي چارواکو هماغه وخت اعلان کړې وه.

پټې جنګي الوتکې هغه دي چې په داسې ډول ډیزاین شوې وي چې له رادار او نورو څارنیزو وسیلو څخه ځان پټ کړي.

د چین پوځي کارپوهې اغلې لي لی (Li Li) دولتي تلویزیون CCTV ته وویل چې دا الوتکه د J-35 الوتکو د لړۍ برخه ده او په هماغه ډول ډیزیان شوی خو ممکن په راتلونکي کې د بیړیو د الوتکو په توګه هم وکارول شي. هغې وویل، دا به “د چین د سمندري او هوايي جګړې عمومي ځواک په پراخه توګه پیاوړی کړي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب