Homeخبرونهد ایران د سپاه پاسداران یو قوماندان وايي، پر اسراییل ځوابي برید...

د ایران د سپاه پاسداران یو قوماندان وايي، پر اسراییل ځوابي برید ته منتظر اوسئ

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۱۶ مه) پر اسراییل د درېیم برید په اړه د ایران د پوځي چارواکو د ګواښونو په دوام کې، د سپاه پاسداران د عمومي قوماندان مرستیال اعلان وکړ چې د ایران خلک دې د اسراییل د “جنایت ځواب” ته په تمه اوسي.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک د همغږۍ مرستیال ایرج مسجدی، په تهران کې د حزب‌الله د پخواني عمومي منشي حسن نصرالله د څلوېښتمې په مراسمو کې وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت څو ځله امریکا او اسراییل ته خبرداری ورکړی دی چې که ایران ته ګواښ وکړي، دوی به یې په قوت ځواب ووايي او دا هېوادونه دې د داسې غبرګون په تمه وي.

هغه زیاته کړه چې دغو دواړو هېوادونو ته په کار نه ده چې له ایران څخه د زغم تمه ولري.

اسراییل د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ایران د اکتوبر د لومړۍ نېټې د اوغندويي بریدونو په ځواب کې د ایران په یو شمېر پوځي مرکزونه بمباري کړل. د راپورونو او سپوږمکیزو تصویرونو له مخې، د دغو بریدونو له کبله، چې شاوخوا ۱۰۰ ایف ۳۵ جنګي الوتکو پکې برخه لرله، د ایران د ایس ۳۰۰ څلور واړه دفاعي او راګرځوونکی سیستمونه ویجاړ کړل.

سره له دې چې ایراني چارواکي پر اسراییل د غچ اخیستونکي برید خبرې کوي، د اسراییل ۱۳مې تلویزیوني شبکې د دې هېواد د پوځي او امنیتي سرچینو د ارزونو پر بنسټ ویلي چې د ایران له خوا پر اسراییل د احتمالي برید نښې نښانې نه دي لیدل شوي. خو له دې سره سره امریکا خپلې بي ۵۲ ستراتیژیکې بمبارد الوتکې سیمې ته استولي او اسراییل د ایران د احتمالي برید لپاره بشپړه تیاري نیولې ده.

له بلې خوا د اسراییل د “ملي کمپ” ګوند مشر بني ګانتس، غوښتنه کړې چې هیواد یې باید د ایران پر اتومي تاسیساتو د په برید غور وکړي.

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلي ګانتس د دوشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۴مه نېټه، د خپل ګوند په یوه غونډه کې وویل چې اسراییل باید له “سیاسي، اقتصادي او نظامي له اړخه چمتو وي چې د ایران اټتومي تاسیسات له منځه یوسي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...