Homeخبرونهد خیبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ له څارویو سره د بې رحمۍ د مخنیوي...

د خیبرپښتونخوا صوبايي اسمبلۍ له څارویو سره د بې رحمۍ د مخنیوي لایحه تصویب کړه

تاند (یکشنبه، د عقرب ۶ مه) د پاکستان په خیبرپښتونخوا ایالت کې په لومړي ځل له څارویو سره د بې رحمۍ د مخنیوي لپاره یوه قانوني لایحه تصویب شوه.

د ایالتي اسمبلۍ له لوري د تصویب شوې لایحې هدف له څارویو سره د ناوړه چلند، بې رحمۍ او نه پاملرنې مخنیوی بلل شوی او پکې ویل شوي چې سرغړونکو ته د بند سزا او جریمه هم په پام کې نیول شوې ده.

د دې لایحې پر اساس، د څارویو بې ضرورته ځورول (وهل)، تر اندازې زیات بارول، جنګول، له هغو سره خواخوږۍ ته پام لرل او درملول معیار ټاکل شوی دی.

د دې نوی تصویب شوي قانون له مخې، که چا دا معیارونه رعایت نه کړل تر یو لک روپیو پورې جریمه یا شپږ میاشتې بند او یا هم دواړه سزاوې ورکول کېدای شي.

په پاکستان او افغانستان کې په ځانګړي ډول له حیواناتو سره بې رحمۍ ډېره کېږي او د مخنیوي لپاره یې قوانین نه دي تدوین شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...