Homeخبرونهد افغانستان د فوټبال تنکۍ لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

د افغانستان د فوټبال تنکۍ لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د عقرب ۶ مه) د اسیا د فوټبال تر اوولس کلونو د کشرو لوبډلو په سیالیو کې د افغانستان لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې چې نن یکشنبه ماسپښین وشوه، افغان لوبغاړو ۳ ګولونه ووهل خو بنګالي لوبغاړو یې په وړاندې دوه ګولونه ووهل.

دې بري د افغانستان لوبډله د خپل (بي) ګروپ د جدول سر ته وخېژوله.

د افغانستان د فوټبال تر اوولس کلونو کشرې لوبډلې په روانو سیالیو کې فلیپین، مکاو او کمبودیا ته هم ماته ورکړې ده.

دا سیالۍ د اسیا د فوټبال د اوولس کلونو د ۲۰۲۵ جام لپاره کېږي چې ټاکل شوې ده د اپریل له درېیمې تر ۲۰ پورې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...