شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهایران وایي؛ ناقانونه افغان کډوالو سره مرسته کوونکي به سخته سزا وویني

ایران وایي؛ ناقانونه افغان کډوالو سره مرسته کوونکي به سخته سزا وویني

تاند ( یکشنبه د عقرب ۶مه) په ایران کې د تایباد ښار عمومي څارنوال اعلان وکړ چې د ایران بېلابېلو ښارونو ته په شخصي موټرو کې د ناقانونه افغانانو تګ منع دی.
حجت صدیقي زیاته کړه هغه وسایط چې ناقانونه افغانان لېږدوي د سزا ترڅنګ به یې وسیله تر ۶ میاشتو بندېږي.
صدیقي همدا راز اعلان وکړ چې د روان کال له پیل راهیسې د تایباد په بېلابېلو سیمو کې ۱۶ کورونه چې «ناقانونه» افغانانو ته ځانګړي شوي وو، په نښه او تړل شوي دي.
حجت صديقي وويل، چې دغه اقدام د خلکو له غوښتنې او د عدلي او قضايي ارګانونو په حکم ترسره شوى دى.
هغه ټينګار کړی، چې له افغانانو سره اجاره، پلور او معامله ناقانونه او منع ده.
د ده په وینا د روان کال په لومړۍ نیمايي کې کابو ۲۳ زره غیرقانوني افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې ایران پر افغان مهاجرینو فشارونه زیات کړي او په ډیرو لویو ښارونو کې یې د هغوی پر کار، فعالیتونو او تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي دي.

1 COMMENT

  1. د ایران د حکامو دا خبره نه انسانی ده او نه اسلامی، ځکه اوس افغانان قانونی او خادم حکومت نلری ،حالات غیر انسانی او ظالمانه دی ،هر څه واکداره ملیشو غصب کړی حتی دارالایتام چي خارجی خیریه بنستونو جوړ کړی خلاف د ټولو قوانینو په فارم د طالبانو بدلوی یعنی نوره طالب سازی ټوله په افغانستان پوری منحصر کیږی او پنجاب ځان تری خلاصوی.
    نو پداسی حال کی د ایران ،پاکستان او ترکیی دریځ د فراری افغانانو په وړاندی ځکه غیر انسانی او ظالمانه دی چي دا فراری او له ظلم تښتیدلی خلک دی کوم چي نه قانون لری او نه قانونی اسناد ؛ دغه اسلامی هیوادونه باید د اسلامی هدایاتو او مسؤلیتونو په رڼا کی خپل مسؤلیت درک کړی او نا قانونه فضا او تعاملاتو کی قانونی اسناد مطرح کول جهالت ، ظلم او فریب دی.
    قانونی کډوال کوم چي ملل متحد مطرح کوی د هغوی مصارف هم ملل متحد دی ملکونو ته ورکوی او دا دریواړه ملکونه هغو ته غیر قانونی خطاب کوی کوم چي ملل متحد ادارو سره راجستر ندی نو دا په نامه اسلامی حکام زموږ فراریانو ته چي کوم انسانی ، اسلامی او ګاونډیتوب سالم دستور دی منحیث حکام کالحمر بی خبره او آشنا ندی نو ځکه مرتکب د جنایاتو او رذیلانه برخورد او وژنو ګرځی .
    او له بلی خوا دا دوه هستوی ګاونډی که څه هم څه تکنالوجی یی غلا کړی خو مع الاسف جاهل حکام یی د انسانیت اخلاقی کمال ته ندی رسیدلی یا په بل عبارت هسته ای کمال متناسب انسانی اخلاقی کمال غواړی چي دا جهال او مفسدین یی نلری او تری عاری دی نو دا ډول هسته ای کیدل ګاونډیو او بشریت ته مصیبتزا ګرځی او په منطقه او نړۍ کی وحشت او ظلم نور هم صعودی سیر پیدا کوی او مظلومو افغانانو به کورونه ورانوی ، اوبه او ډوډۍ څوک ورباندی نشی خرڅولی ،مکتب و مدرسه او جومات په ایران کی خو لا مخکی هم نه وو ، جنایت پیشه قاتل پولیس د جاهلو حکامو تر ارذل قیادت لاندی هغه څه کوی چي انسانیت عار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب