جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد خوړو نړیوال پروګرام وايي، یو میلیون نور افغانان د دوی له...

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یو میلیون نور افغانان د دوی له مرستو بې برخې شول

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر یو میلیون ډېر نور افغانان د دغه پروګرام له خوراکي مرستو بې برخې شول.

د خوړو د نړیوال پروګرام پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د خوراکي مرستو د کمېدو په نتیجه کې تر ټولو ډېر افغان ښځې اغېزمن کېږي.

د دغه پروګرام په وینا، په افغانستان کې تر یو میلیون ډېرې میندې او ماشومان د مرستو د نشتوالی له امله نور خوراکي توکي نه ترلاسه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تېره میاشت اعلان وکړ چې په ۲۰۲۴ کال کې یې لږ تر لږه ۱.۶ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکو ښځو ته د مغذي خوړو مرسته رسولې ده.

په همدې حال کې  ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ بسپنې (یونېسف) د افغانستان څانګې د یک‌شنبې په ورځ وویل چې له افغانستان سره ۱۳ میلیون ډالره مرسته کوي.

دغه ۱۳ میلیون یورو به د خوارځواکۍ د درملنې او د څه باندې ۷۸۰۰۰ ماشومانو د زده‌کړې په برخه کې ولګول شي.

د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی چې په افغانستان کې درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي.

دې ادارې دوې میاشتې وړاندې ویلي و چې دوی په افغانستان کې د هرو دریو خوارځواکو ماشومانو له منځه یوازې د یوه ملاتړ کولی شي.

له بلې خوا د روغتیا نړیوال سازمان د جون په میاشت کې وویل، په ټول افغانستان کې هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان په امیندوارۍ او زیږون پورې د تړلیو او تداوي کېدونکو ناروغیو له امله مري.

د خوړو نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان د ښځو لپاره د نړۍ تر ټولو بد هېواد دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب