پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهوسله والو په بلوچستان کې ۲۳ پنجابیان وژلي

وسله والو په بلوچستان کې ۲۳ پنجابیان وژلي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) نامعلومو وسله والو تېره شپه (د یکشنبې په شپه) د بلوچستان ایالت په موسي خیل سیمه کې له مسافر وړونکو بسونو څخه ۲۳ تنه راکښته کړي او وژلي دي.

ځایی چارواکی وایی، ټول قربانیان د پاکستان د پنجاب ولایت اوسېدونکي دي.

د بلوچستان ایالت د موسي خیل ولسوالۍ مرستیال کمیشنر نجیب کاکړ نن (دوشنبې د اګست په ۲۷ مه) ډان ورځپاڼې ته وویل چې نامعلومو وسله والو تېره شپه د پنجاب او بلوچستان ترمنځ لویه لاره وتړله او مسافر یې د پیژندلو لپاره له بسونو څخه راکوز کړل.

د ښاغلی کاکړ په وینا، وسله والو ۱۰ موټرو ته هم اور اچولی دی.

د بلوچستان د پولیسو یوه چارواکي ایوب اڅکزي هم له رسنیو سره په خبرو کې تایید کړې چې وسله والو د ۲۳ تنو د وژلوترڅنګ لږ تر لږه لس موټر سوځولي دي. 

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

خو د بلوچستاند ازادۍ پوځ (بلوچ لېبرشن ارمي) په یوه بیان کې د موسی خیلو پېښې ته له اشارې پرته ادعا کړې چې د بلوچستان په بیلا سیمو کې یې د پاکستان د پوځ پر یوه کمب برید کړی. دې ډلې ادعا کړې چې په یاد برید کې یې ۱۱۸ پاکستاني پوځیان وژلي دي. بلوچ لېبرشن ارمي همدارنګه ویلي چې بریدګرو یې د یوولسو ساعتونو لپاره د دې پوځي اډې کنټرول په لاس کې درلود. د پاکستان پوځ د دې ادعا په اړه لا څه نه دي ویلي. 

 تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې په ځلونو پنجابیان تښتول شوي او وروسته وژل شوي دي.

تېر ځل د بلوچستان په یوه تفریحي او سیاحتي سیمه کې د کابو لس تنه پنجابیانو د تښتولو او وژلومسوولیت د بلوچستان د ازادۍ پوځ په غاړه واخیست او ویې ویل چې دا کسان د جاسوسۍ لپاره د دوی سیمې ته ورغلي وو.

د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو په یو شمېر سیمو کې امنیتي وضعیت د پوځ او پولیسو له کنټروله وتلی خو داسي ښکاري چې د ناکراریو لمن د پنجاب لور ته هم غځېږي.

وړمه ورځ د پنجاب ایالت په رحیم یار خان کې د وسله والو غلو په برید کې لږ تر لږه ۱۲ پولیس ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب