Homeخبرونهد افغانستان له فضا د ورځې ۲۶۵ الوتکې تېریږي

د افغانستان له فضا د ورځې ۲۶۵ الوتکې تېریږي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت وايي، په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا ۲۶۵ الوتکې تېریږي.

د دغه وزارت عملیاتي مرستیال فتح الله منصور وايي، وړاندې تر دې د افغانستان پر فضا په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۱۱۰ الوتکې تېرېدې، خو اوس پرې ۲۶۵ الوتنې کیږي.

نوموړی وايي، له هرې الوتکې څخه ۷۰۰ امریکايي ډالر حق العبور اخیستل کېږي. د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له زیاتېدو لسګونو هوايي شرکتونو خپل هوايي مسیرونه بدل کړي او له دې کبله پر افغانستان د تېرېدونکو الوتکو شمېر ډېر شوی دی.

د دغه وزارت چارواکو نن (دوشنبې)د خپلو کالنیو بریاوو په پروګرام کې وویل چې حاضردمه په افغانستان کې پنځه هوايي ډګرونه د نړیوالو الوتنو او ۲۷ الوتنو لپاره چمتو دي.

د دغه وزارت د مځکني ټرانسپورټ مرستیال وزیر عبدالسلام حیدري وویل، د پاکستان له حکومت سره یې د باري لاریو د تګ راتګ لپاره داسې سند لاسلیک کړی چې پاکستاني لارۍ افغانستان ته او د افغانستان لارۍ پاکستان ته مالونه وړي راوړي.

ده زیاته کړه، د پاکستان ۲۶۵۰ لاریو ته یې افغانستان ته د ورتګ اسناد ورکړي او د افغانستان ۵۱۰۰ لارۍ یې پاکستان ته ورپيژندلې چې پاکستان ته د ورتګ اجازه ورکړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...