پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+په اروپا کې یو مارغه له انقراضه وژغورل شو خو د مهاجرت...

په اروپا کې یو مارغه له انقراضه وژغورل شو خو د مهاجرت چل نه شي زده کولی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) والډراپ (Waldrap) د هغه مارغه نوم دی چې یو وخت په منځني ختیځ، شمالي افریقا، جنوبي او مرکزي اروپا کې اوسیده، مګر له ۳۰۰ کلونو راهیسې په اروپا کې نه لیدل کېږي. دا مارغان، چې خلکو ته یې غوښې خوند ورکاوه، له اوولسمې پیړۍ څخه له ټولې اروپا څخه ورک شول؛ یوازې لږ شمېر یې د مځکې په نورو برخو کې پاته شول.

د دې مارغه بل نوم “ګنجی یا پک شمالي اوکراس” یا “Waldrap” دی.

په تیرو دوه لسیزو کې، ډیرې هڅې وشوې چې د مارغانو دا ډول بیرته اروپا ته راوړل شي، او که څه هم ساینسپوهان په دې برخه کې تر یوه حده بریالي شوي خو هغه مرغان چې اوس په اروپا کې زیږیدلي په غریزي ډول او په طبیعت کې د نورو زېږېدلیو مارغانو له لارښوونې پرته نه پوهیږي چې د مهاجرت لپاره کومې خوا ته والوزي.

له همدې امله د ساینسپوهانو او چاپیریال پوهانو یوه ډله اوس هڅه کوي چې هغوی ته وروښيي چې چیري مهاجرت وکړي.

د اتریش بیولوژیست جوهان فریټز د دې ټیم یو غړی دی، چې وایي: “موږ باید دوی ته د مهاجرت لاره وښیو.”

دې مرغه ته په جرمني ژبه والډراپ (Waldrap) وايي، او له ۲۰۰۲ کال څخه د جوهان فریټز او په اتریش کې د والډراپټام (Waldrappteam) په نوم د ساتنې او څیړنې ډلې هڅې سبب شوي چې په مرکزي اروپا کې د دې مارغانو نفوس له صفر څخه نژدې ۳۰۰ ته زیات شي.

د دوی هڅو همداراز مرسته کړې چې د دغو مهاجرو مارغانو، د انقراض مخه ونیول شي.

خو له ټولو هلوځلو سره سره دا مارغان لېواله نه دي چې د نورو مارغانو په شان د فصلونو له بدلون سره سم له یو ځایه بل ته مهاجرت وکړي. په حقیقت کې دوی د نورو مارغانو په شان نه پوهیږي چې کومې خوا ته لاړ شي.

ډیری یې کله چې په لېرې ځایونو کې پرېښودل شوي، بې درکه شوي او په نهایت کې مړه شوي دي.

اوس روزونکي د دوی د میندو او پلرونو رول په غاړه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب