پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحنفي وايي، د امربالمعروف په نوي قانون له اسلامي عالمانو سره بحث...

حنفي وايي، د امربالمعروف په نوي قانون له اسلامي عالمانو سره بحث ته تیار دی

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) د طالبانو د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر محمدخالد حنفي د نړۍ له عالمانو وغوښتل چې که دغه وزارت د نوي قانون په اړه، چې د ښځو، حجاب، رسنیو او د اسلامی شریعت د تطبیق مسایل پکې شامل دي، پوښتنې یا اندیښنې لري، دوی به لازم ځوابونه ورکړي.

ده زیاته کړه: “دا قانون په ډیرو هڅو سره چمتو شوی او د امربالمعروف وزارت هم چمتو دی چې په دې برخه کې ځواب ووایي.”

خالد حنفي دغه خبرې په سرپل کې د دغه ولایت له طالب چارواکو، دیني عالمانو او قومي مخورو سره په غونډه کې وکړې.

حنفي زیاته کړه: “موږ د اسلامي نړۍ ټولو عالمانو ته بلنه ورکوو چې راشي او دا قانون مطالعه کړي، هر چیرې چې دوی ګوته کېښوده چې دا له اسلام، شریعت، قران، حدیث او حنفی فقهې څخه لیرې ده، موږ ځواب ته چمتو یوو.”

ده دا هم وویل: «امربالمعروف او نهي عن‌المنکر الهي حکم دی او ټول یې په ترسره کولو مکلف یوو

د طالبانو د امر باالمعروف دا نوی قانون چې د اګسټ په ۲۱ یې اعلان کړی ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د یاد قانون په بېلابېلو مادو کې ټول نارینه په ټاکلي وخت په جومات کې په جماعت لمانځه ادا کولو مکلف شوي او د نارینه د ږیرې پر خرېولو، د لنډو جامو، نېکټایي کارولو او د دې قانون په ټکو د “غربیانو او کفارو” په شان د وېښتانو پر جوړولو هم بندیز لګېدلی دی.

د دې قانون په ۲۴ ماده کې محتسبیو ته واک ورکړل شوی، چې د ځینو مواردو سرغړونکي له یو ساعت څخه تر ۲۴ ساعتونو پورې او ځني هم تر درې ورځو پورې په محابسو کې حبس کړي، خو مشخصه شوې نه‌ده، چې د کومو مواردو سرغړونوکو ته څومره حبس.»

ګڼو هیوادونو د طالبانو په دط قانون غبرګون ښوولی دی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیالې روزمیري دي کارلو ویلي چې د طالبانو “د امربالمعروف” قانون د بشري وجدان خلاف دی.

میرمن دیکارلو په ایکسپاڼه کې لیکلي چې د دې قانون تصویب به افغانستان له نړیوالې ټولنې افغانستان نور هم لیرې کړي.

8 COMMENTS

  1. د امر بالمعروف و نهی عنی المنکر په اړه په قرآنشریف کی جزا کله ټاکل شویده! او بله دا چی : لا اکراه فی الدین حکم د الله ج دۍ او الله بیا داسی هم وایی چی د الله او رسول پر فیصلو بله پریکړه مه کوۍ. نو کله چی الله په کی دین جبر ناروا ګڼی نو طالب دا حق له کوم کړو چی د الله د حکم ماسوا خلکو ته جزا ورکوی. ږیره پريښودل سنت فعل دۍ تاسو له کومه ځایه اجباری کړۍ ؟آیا د رسول حکم تر الله لوړ دۍ؟، همدا شانی لنګوټه صرف افغانی دود دۍ د چین د کاشغر مسلمانان یا د منځنۍ آسیا مسلمانان خولۍ په سر کوی او عربان بیا چلتار تړی. نو تاسو له کومه ځایه لنګوټه جبری کړه. همدا راز د الاحزاب سورت ۵۹ آیت چی د حجاب اړوند سپارښتنه پکښی شویده او هلته الله ج دا موضوع ښه تره تشریح او پر علت پوری یی مربوطه کړیده (لکه د بدو ښځو سره توپیر، او د لنډه غرو شتون) نو تاسو ولی علت له بین نه وړۍ چی معلول مو را ټینګ کړیدۍ.او همدا رنګه د النساً سورت ۵۸ آیت د دولت چلولو اړوند دۍ چی ښایسنه سالاری پکي انځور شویده تاسو ولی د همدی آیت د حکم خلاف په ټولو مسلکی او غیر مسلکی وزارتونو خیټه اچولی ده.افغانستان له پخوا اسلامی هیواد او ټولنه وو دلته د ارشاد ضرورت به وی مګر ستاسو رویه لکه د مفتوحه کفری ملکونو ځلکو سره ورته ده نه د اسلامی رویی سره. والکاظمین غیظ والعافیین عنی الناس. تاسو خو خلکو ته توهین کوۍ او ځانونه تر خلکو لوړ ګڼۍ.او بله داچی د قرآنشریف اړوند په متشابهاتو کی ورکیدل ګمراهی او د خوارجو ځانګړنه ده.

  2. یوه فلسفی او دیالکتیکی مقوله ده چی وایی: هر پدیده پخپل بطن کی خپل ضدی روزی! د طالبانو پخپل بطن کی خپل ضد ( دامر بالمعروف او نهی عن المنکر) اداره ده چی د خلکو زړونه لکه د مخکینۍ دوری په څیر له اسلامه توروی.که چا ته یاد وی د افغانی سری میاشتی اوسنۍ ریس (ملا نوروالدین ترابی) هغه مهال د همدی امر بالمعروف ونهی عن المنکراداری ریس وو ، هغه مهال یی د هغو خلکو په سرونو کی چی ویښتان یی اوږده وو د قیچی پوسیله څلور لاری جوړولی چی یوه بیلګه یی د کندهار ولایت د ډبلیو آیچ او رییس وو . د طالبانو د منخکینۍ دوری د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د اداری همدی کړنو د ولس په زړونو کی کرکه را ټوکولی وه.د سپتمبر یوولسمی په تعقیب کله چی دغه خبره یقینی شوه چی نړیواله ټولنه او په سر کی یی امریکایان پّه افغانستان یرغل کوی او پدی اړوند د پاکستان دبلوچستان په هغو سیمو کی چی د طالبانو سره خواخوږی پکښي موجوده وه ډیری ترخی مظاهری هم وشوی. او په کور د ننه په مزار شریف او کنذز کی هم د طالبانو په ننګه او ملاتړ مظاهری وشوی مګر په کندهار کی مظاهری ونه شوی.نودامارت په مقام کوم لوړ پوړی طالب (د پنجوایی ولسوالۍ د نلغام کلی ملا محمد ولی آخوند چی په کندهار کی د استخباراتو رییس وو) له لوی ملا صیب څخه پوښتنه کړی وه چی ولی کندهاریان د طالبانو په ننګه مظاهری نه کوی؟ نو لوی ملاصیب په هماغه کلیوالی سپینه لهجه بر بنډ ځواب ورکړو او هغه داسی وو چی :ورشۍ ! هغه د مور د میړونو (منظور امر بالمعروف او نهی عنی المنکر اداره) نه یی وپوښتۍ چی چا ته یی ښه زړه ور پری ایښۍ دۍ!؟ خبره دغه وه چی لوی ملاصیب د هغی وخت د حالاتو په نزاکت پوهیدومګر د خوارج صفته خلکو لخوا محاصره وو کوم چی په متشبهاتو کی ورک وو او د خپلو شخصی ګټو او جهالت له مخی یی ملامحمد عمر مجاهد ته یی په ضلالت او ګمراهۍ فتوی او لارښوونی کولی. چی همدا بیا د خوارجو ځانګړنه ده. او د نابودۍ عوامل یی برابروی.

  3. خیټوری خچنی پنجابی ږیری تاسی د قادیانیو پنجابیو له خوا قادیانی تربیه شوی یاستۍ ، د افغانستان اصیلو پښتنو علاقو کښی د پنجابی پاکستان قادیانان همیش سنګسار شوی دی او تاسی قادیانی خیټور اوس د اجنبیانو په زور د نړۍ اسلامی عالمانو سره د بحث کول اعلانوی ، تاسی کفار مسلمانان نه یاستی تاسی د حقیقی اسلام ستر دوښمنان یاستی تاسی چټل قاتلان باید د قاتلو کمونیستانو په شان له مینځه یووړ شۍ انشأالله دا ورځ راتلونکی دی !!!!!

  4. سپګنه د فقه او فتاوې خیرن ملا ته د ددین نه څه خبر یې. ته دومره سړی شوې چې د نړۍ عالمان چې ته ورته شاید هیڅ مسلمان هم نه ښکارې چیلنج کوې. که ته د فقه او اجماع او قیاس خبره کوې بیا تاسره دلیل ویل بې ځایه دي ځکه ته فقهې ته په قران او حدیث ترجیح ورکوې نو دلته ستا غیر اسلامیت ثابتیږي.

  5. ملا حنفي ته :
    وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلامًا [الفرقان:63]
    الله تعالی د تاسې کبرجنو ته د نیکي هدایت وکړي ، که د هدایت وړ نه یاستئ ، تباه او برباد شئ .

    • آلحمدالله په افغانستان کى اوس اسلامى شرعى نظام دى دولت او رعايت دواړه مکلف دي چه امربالمعروف اونهى عن المنکر چه الهى امر دى ترسره کړى

  6. خالد خانه!
    که رښتیا وایی نو د عالم اسلام معتبرو علماوو ته بلنه ورکړه او له امیر تر عسکر او ستا مطروحه قوانین ټول ورباندی چک کړه ؛خو غونډه او بحث به علنی او تلویزیون یی باید خپره کړی او حکم هیأت به نتایج اعلانوی .
    که دا کار وکړی شی بیا دی حنفی توب منم او دا به د امت په سطحه یو ښه عاقلانه او عالمانه ابتکار وی او دا ښه باب دی د امت لپاره.
    خو د معتبرو علماوو نه می مقصد د ظالمو حکامو شخصی مزدوران ندی بلکی مستقل متقی علما دی کوم چي اسلام منحیث نظام حیات پیژنی او د اعلای کلمت الله لپاره کار کوی نه هغه چي سیاست او دین بیل بولی او لکه ملوث سیاسیون دین نه ابزاری استفاده کوی.
    راځه دا ګز او دا میدان او چلنج دی عملی کړه دا به ستا شهکار وی او نوم به دی تاریخ په زرین خط ولیکی او عمل به وی په جذب دبشارت
    الهی چي فرمایی:
    فبشر عبادی الذین یستمعون القول فیتبعون احسنه
    نور څه غواړی د خدای بنده!
    دا مقام تر وزارت ډیر اوچت او بیا دی مستحق د وزارت بولم.

  7. زه یو بیسواده کس یم دومره حنیفی ته وایم: کچیری دا ځلی بی 52 در باندی راغله نور به په پنجاب کی هم څوک تاسو خرو ته ځای ورنکړی. بله دا چی نور به څوک په ملا پسی لونځ هم ونکړی. د پښتون او د اسلام نوم خو هسی تاسو خنځیرو پر دنیا بد نامه کړی، ولی داسی کوی؟ ښځه دی چی مریضه شی بیا یی د سپین بولدک په لار پاکستان بوځی چی معاینه یی کړی یا یی ماته راولی؟ ښه به وای چی ستا ښځه یو زنانه معاینه کړی، اوس چی خلاف د تعلیم د نجونو یاستی په خپل لاس خپلی لورانی او ښځی په نارینه ډاکټرو مه غیی ـ په ټوله پکتیکا کی یو زنانه ډاکټره همدا اوس نشته. لعنت دی ستاسو پر عقده، مذهب او مردارو ځیرو شی ـ الله مو تباه کړه د مشرکو ځامنو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب