چهارشنبه, سپتمبر 18, 2024
Homeخبرونهبلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان پر امنیتي مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه...

بلوچ بېلتون غوښتونکو د پاکستان پر امنیتي مرکزونو او تاسیساتو پراخ بریدونه کړي

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) پاکستاني چارواکو نن (دوشنبې) وویل، د بلوچستان ایالت د پولیسو پر مرکزونو، د ریلګاډي ستېشنونو، ریللارو، عمومي لارو او موټرو د بېلتون غوښتونکو په خونړیو بریدونو کې د څو پوځیانو په ګډون لږ تر لږه ۵۱ تنه وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د پوځ په قول وویل چې د برید کوونکو پر ضد په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۴ امنیتي ځواکونه او همداراز د بلوچستان د ازادۍ پوځ ۲۱ جنګیالي وژل شوي دي.

دا په وروستیو کلونو کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو له خوا تر ټولو پراخ بریدونه بلل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ په شمول بېلتون غوښتونکې ‌ډلې له لسیزو راهیسې د هغه څه په نامه، چې دوی یې د پنجاب استعمار بولي، د پاکستان د امنیتی ځواکونو پر ضد جګړه کوي.

بلوڅان وايي چې پنجاب د دوی د ګازو په شمول سرچینې لوټي او په بدل کې یې دوی ته څه نه ورکوي او له همدې کبله بلوچستان د پاکستان تر ټولو وروسته پاته او بېوزله ولایت دی.

چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، یاغیانو په وروستیو بریدونو کې په یوه لویه لاره کې له بسونو څخه نیولې تر لاریو پورې موټر په نښه کړل، چې لږ تر لږه ۲۳ کسان یې ووژل او ۳۵ موټرو ته یې اور واچاوه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په بلوچستان کې پر تازه بریدونو په غبرګون کې وویل:«دا بریدونه په پاکستان کې د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره یو منظم پلان دی.»

د پاکستان د ریللارو یوه چارواکي، محمد کاشف وویل چې د پاکستان او ایران ترمنځ پر ریل پټلۍ او همداراز د د ریلګاډو پر یوه پُل د چاودونکو موادو په وسیله بریدونه شوي.

د پلُ د ویجاړېدو له کبله له نورو سیمو سره د کوټې ارتباط پرې شوی دی.

دغه چارواکي وویل، له بریدونو سره هممهاله یاغیانو په بلوچستان کې د پولیسو پر مرکزونه او د امنیتي ځواکونو پر پوستو پراخ بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بی ایل اې) رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې د پوځ په یوه لویه اډه باندې د برید په ګډون د ډیرو بریدونو مسوولیت په غاړه اخیستی.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي:«د “هیروف” په نوم په عملیاتو کې د بي ایل اې د مجید لوا فدايي ځواکونو، د پاکستاني پوځ په بیلا کمپ برید وکړ او په بریالیتوب سره یې د تیرو ۱۸ ساعتونو لپاره د کمپ کنټرول ساتلی او د دښمن پر وړاندې یې جګړې ته دوام ورکړی دی.»

دوی دغه راز ادعا کوي چې تراوسه پورې یې په دغه مرکز کې د پاکستان ۶۴ پوځیان وژلي دي.

دوی پر دې سربېره د بلوچستان په نورو سیمو کې د ۶۲ امنیتي ځواکونو د وژلو ادعا کړې ده.

د پولیسو مشر ایوب اڅکزي رویټرز خبري اژانس ته وویل، وسله والو د یکشنبې په شپه د پاکستان تر ټولو په لوی ایالت بلوچستان کې یوه لویه لاره وتړله، مسافر یې له موټرو څخه راښکته کړل او د هغوی د پیژند کارتونو له کتلو وروسته یې په هغوی ډزې وکړې.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ ویلي دي چې د دوی جنګیالیو هغه پوځي ځواکونه له پېژندلو وروسته په نښه کړل چې په ملکي جامو کې سفر کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې وژل شوي کسان بې ګناه ملکي وګړي دي.

وسله والو په بلوچستان کې ۲۳ پنجابیان وژلي

 

3 COMMENTS

  1. پاکستانه! زموږ په ویجاړیدو به تل خوشحاله وي. اوس مې له الله غوښتی یې بشپړ تباه شي. بلوڅان زنده باد خدای ج د کامیاب کړی.

  2. غوړ سري دوه سره خانانو خو مړه څټونه نیولي. دغه خبیثان تل دا نارې وهي زنداباد پاکستان ، دوی به په دغه موزیتوب کې مرداریږي. 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب