جمعه, سپتمبر 13, 2024
Homeخبرونهد پنتاګون د الوتونکو رکیبو مسوول وايي، نورو مخلوقاو یې پر کور...

د پنتاګون د الوتونکو رکیبو مسوول وايي، نورو مخلوقاو یې پر کور برید کړی

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۶ مه) د امریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون یوه متقاعد جګپوړی چارواکي، چې دنده یې د ناپېژندل شویو شیانو UFOs په اړه د حقیقت موندل و، د خپلو خاطرو په کتاب کې لیکلي چې “مرموزو او روښانه زرغون رنګه توپونو” د هغه په کور برید کړی و.

لوییس ایلیزونډو په خپل کتاب کې «فوري؛ د ناپېژندل شویو شیانو د موندلو لپاره د پنټاګون د لټې په منځ کې» (Inside The Pentagon’s Hunt for UFOs IMMINENT) د الوتونکو رکیبیو او نورو ناپېژندل شویو او مرموزو شیانو په اړه هغه معلومات وړاندې کړي چې په پنتاګون کې د مرموزو هوايي پدیدیو د پټ پروګرام د مشر په توګه یې د خپل کار په موده کې تجربه کړي دي.

هغه په خپل کتاب کې لیکلي چې د ده اثر د سانسور لپاره یو کال په پینتاګون کې و.

د ایلیزونډو ډیری فعالیتونه لاهم محرم دي او د خپرولو اجازه نه لري، مګر دی په دې کتاب کې، چې یوه کاپي یې نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیدلې او څېړلې، ادعا کوي چې په واشنګټن ډی سي کې د هغه پر کور د روښانه زرغونو توپونو “برید شوی” و.

هغه په خپل کتاب کې لیکي چې د ده میرمن، دوو لوڼو او ګاونډیانو یې هم دا زرغونه توپونه لیدلي وو.

ایلیزونډو، چې مخکې یې د امریکا کانګرس ته د نامعلومو هوایي شیانو یا الوتونکو رکیبیو په اړه د پنتاګون د معلوماتو او کشفونو په اړه شاهدي ورکړې وه، په کتاب کې دې ته په اشارې چې له انسانانو پرته نور مخلوقات هم شته، وایي: “موږ نور نه شو کولی خپل سرونه په شګو کې ښخ کړو. موږ پوهیږو چې یوازې نه یوو.”

هغه پروګرام چې لوییس ایلیزونډو په پنتاګون کې اداره کاوه، په هغه کې د نورو مرموزو شیانو په مینځ کې، د متحدوایالتونو د سمندري ځواکونو د پیلوټانو له خوا په اسمان کې د نامعلومو یا ناپېژندل شویو پدیدو او د عجیبو شیانو په اړه د معلوماتو راټولول او ورباندې څېړنه وه.

درې ویډیوګانې چې دوی راټولې کړي په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کې د نیویارک ټایمز له لوري افشا شوې.

درې کاله وروسته، د متحدوایالتونو دفاع وزارت د ویډیوګانو اعتبار تایید کړ، مګر دا یې تایید نه کړه چې ایا دا شیان د نورو مخلوقانو دي او که نه دي.

ایلیزونډو د خپلو خاطرو په کتاب کې لیکي چې خپله دنده یې د دې سبب شوې چې د نورو کُرو د مخلوقاتو موجودیت او د هغو تفوق ومني. هغه د فضایي بیړیو په اړه لیکلي: «هغه د غیرانسان له لوري کنټرولیږي چې په غوره حالت کې د ملي امنیت یوه خورا جدي مسله ده او په بد حالت کې د بشریت لپاره حیاتي خطر ګڼل کېږي.»

په متحدوایالتونو کې رسمي ادارو پخوا هم د ناپېژندل شویو الوتونکو شیانو په اړه د څېړنې د پروګرامونو یادونه کړې ده.

د متحدو ایالتونو د استخباراتو مرکزي ادارې (سی ای اې) د الوتونکو رکیبیو UFO په باب د تحقیقاتو سلګونه اسناد هم خپاره کړي چې که څه هم په زړه پورې جزییات لري نتیجې یې اکثراً نیمګړې دي.

د امریکا هوايي ځواک د ۱۹۴۷ او ۱۹۶۹ کلونو ترمنځ د «نیلي کتاب پروژه» په نوم په پروګرام کې د UFO یا ناپېژندل شویو شیانو د ۱۲ زره ۶۱۸ موردونو قضیې څېړلي دي. خو په نهایت کې یې دا نتیجه اخیستې چې داسي هیڅ شواهد نه شته چې ثابته کړي دا ناپېژندل شوي شیان خامخا له کومې بلې کُرې مځکې ته راغلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب