پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپه وزیرستان کې دوو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په وزیرستان کې دوو چاودنو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) لږ تر لږه څلور کسان هغه مهال ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شول چې د خیبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې یو بم وچاودیده.
امنیتي سرچینو وویل، د هغه موټر په لاره کې، چې د پاکستاني طالبانو پخوانی غړی عثمان لواڼي پکې سپور و، په موټرسایکل کې د اېښودل شوي بم چاودنه وشوه.
د سرچینې په وینا، لواڼي، چې پخوا حکومت ته تسلیم شوی، له برید څخه روغ وتلی دی.
ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړ چې پولیس ځواکونه د چاودنې ځای ته لیږل شوي چې د چاودنې ډول وڅیړی.
ځایی ادارې دا هم اعلان وکړ چې د ژغورنې ټیمونو ټپیان په رزمک کې روغتون ته وړي دي.
له دې جلا ځینو پاکستاني رسنیو وویل چې د شمالي وزیرستان په نورک سیمه کې له لیرې څخه د کنټرولېدونکي ماین په چاودنه کې د پاکستاني پوځ یو موټر په نښه شوی چې له امله یې دوه امنیتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

 

رسنیو ویلي، د پاکستاني امنيتي ځواکونو يو کاروان له ميرانشاه څخه بنو ته روان و، چې د نورک په سيمه کې پرې ماین چاودلی دی.

د خیبر پښتونخوا په شمالی وزیرستان سیمه کې په دې وروستیو کې د هدفي وژنو او وسله والو بریدونو په ګډون په تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب