پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشرې په کندهار کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې

د یوناما مشرې په کندهار کې له طالب چارواکو سره خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د سنبلې ۵ مه) د امربالمعروف د نوي قانون له اعلانېدو وروسته د افغانستان لپاره د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشره کندهار ته تللې ده.

په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر پرون (یکشنبه، د اګست په ۲۶ مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا کندهار ته ورغلې او د دغه ولایت له والي سره یې کتلي دي.

په خبرپاڼه کې کندهار ته د ملګروملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې د سفر هدف د کوکنارو د بدیل کښت په اړه خبرې بلل شوی او ویل شوي چې اغلې اوتونبایوا په کندهار کې له کروندګرو سره د کوکنارو د بدیل کښت په برخه کې مرستې ته چمتووالی اعلان کړ.

په کندهار کې د طالبانو له مرستیال والي محمد صادق انقلابي سره په کتنه کې، روزا اوتونبایوا وویل، ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې ۲۶ میلیون خلکو ته د بېلابېلو ادارو له لارې بشري مرستې ورکړې دي.

په کندهار کې د طالبانو مرستیال والي هم په ملګرو ملتونو باندې غږ وکړ چې د معتادانو په درملنه او د کوکنارو د بدیلو کښتونو په برخو کې همکاري وکړي.

محمد صادق انقلابي له روزا اوتونبایوا وغوښتل چې سوداګر دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د امربالمعروف د هغه قانون له اعلانه څو ورځې وروسته کندهار ته سفر کوي، چې د ملګروملتو په شمول یې د ګڼو هیوادونو غبرګون پارولی دی.

د یوناما مشرې روزا اوتنبایوا د یکشنبې په ورځ اګست ۲۵( سنبلې څلورمه) ددغه قانون په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي و چې دا قانون ‍د افغانانو لپاره د پام وړمحدودیتونه وضع کوي.

روزا اوتنبایوا وویل: “دا د افغانستان راتلونکې لپاره یو زورونکی لید لوری دی چې محتسبین اختیاري واک لري چې د پراخو او کله ناکله د ناڅرګندوسرغړونود لست پر بنسټ هرڅوک وګواښي او توقیف یې کړي.”

میرمن اوتنبایوا زیاته کړې: “دا د افغان میرمنواو نجونو پرحقونو باندې د نه زغملو وړ محدودیتونه لا پراخوي، ان له کوره بهر د ښځوغږ په ښکاره ډول اخلاقي سرغړونه ګڼل کېږي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب