پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمولوی کبیر د لویدځو هیوادونو سفیرانو ته د کابل د سفر بلنه...

مولوی کبیر د لویدځو هیوادونو سفیرانو ته د کابل د سفر بلنه ورکړه

تاند(دوشنبه، د اسد ۱۵ مه) د طالبانو د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال په قطر کې د یو شمېر لویدیځو هیوادونو له دیپلوماتانو سره په کتنه کې هغوی وهڅول چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر تېره شپه په دوحه کې د کاناډا، بریتانیا، امریکا، ایټالیا، فرانسې، جنوبي کوریا، استرالیا او جرمني د سفارتونو له سرپرستانو او دیپلوماتانو سره په کتنه کې د افغانستان او دغو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، امنیت او بشري همکارۍ په اړه خبرې وکړې.

ده هغوی ته د افغانستان د سفر بلنه ورکړه څو وضعیت د ده په وینا له نژدې وویني.

مولوي کبیر د یادو هیوادونو له سفیرانو او دیپلوماتانو څخه وغوښتل چې په کابل کې خپل سفارتونه او استازولۍ بېرته فعالې کړي او د افغانستان په اړه خپل کارونه له کابله اداره کړي.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته ګڼو هیوادونو له افغانستانه خپل سفارتونه قطر ته ولېږدول او تراوسه له دوحې څخه د افغانستان دیپلوماتیکې چارې پر مخ وړي.

1 COMMENT

  1. خبره داده کبیره چې هر څومره حلې ځلې وکړې او د امریکا خوښه نه وي څوک مو په رسمیت نه پیژني او نه سفارتي چارې پیلوي. امریکا خو تاسو قدرت ته ورسولئ او استعمال یې کړئ مګر هغوی دا کار د خپلو ګټو او هیوادوالو لپاره وکړ خو تاسو پیژني چې د حکومت او نړۍ سره د چلند خلک نه یاست. امریکا هیڅکله نه غواړي چې تاسو په قدرت کې پاتې شئ ځکه هغوی د بیسواده، جاهل، بې دماغه او ویجاړونکو خلکو ملاتړ نکوي. همدا اوس په امریکا او نورو هیوادو کې هغو افغانانو سره مشورې راونې دي چې ددې شل کلنې دورې برخه نه ؤ. نو ستاسو وخت ډیر کم دی. هغوی تقریبا موافقې ته رسیدلي او لوی شرط یې دادی چې پاکستان به نور د افغانستان د سیاسته لاس اخلي او د لاسپوڅو لاسونه بی یې لنډیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب