داسې تکنیکونه هم شته چې په وسیله یې یو کس یا ډله د بل کس یا ډلې ټول کنترول په لاس کې اخلي او ځان ته یې تابع کوي؛ که دی تیارۀ رڼا وبولي نو قرباني کس یې هم په پټو سترګو مني، ځکه اروایي وضعیت یې د بل چا پۀ کنټرول کې دی.
په دې اړه مې پښتو کې خاص او تفصیلي څۀ نۀ دي لوستي، خو ددې لپاره چې پښتانۀ محصلین او عام لوستونکي یې په اړه مالومات ترلاسه کړي، چې دا چاره څۀ ده؟ کله او چا یې په اړه اول بحث کړی؟ علتونه، مخنیوی او ورته مواردو په اړه مو له پوهنمل استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې.
طارق وزیر: پښتو کې د gaslighting معادله کلیمه کومه کېدای شي، چې همدا مانا ورکړي؟
استاد عظیمي: په پښتو کې د ګازلایټېنګ معادله کلیمه( ذهني تېری یا ذهني فرېب) دی، ځکه اصطلاحاً دا هغه عمل دی چې فرد ته فرېب پکې ورکول کیږي یا یې په ذهن کې لاسوهنه کیږي.
طارق وزیر: د دې کلیمې د شالید په اړه راته ووایاست، چې کله او څنګه رامنځته شوه؟
استاد عظیمي: د ګازلایټېنګ لغت د ګازلایټ په نوم له یوې نمایشنامې(تمثیلي ټوټې) څخه اخیستل شوی، چې پاتریک هملتون په 1938م کې لیکلې وه او بریتانیا کې یو فلم هم ورڅخه جوړ شو.
بیا په 1944 م کال کې د ګازلایټ په نوم یو امریکایي فلم هم وړاندې شو.
داستان یې داسې ؤ چې یو مېړه غوښتل، خپله روغه او جوړه مېرمن لیونۍ ثابته کړي.
دۀ به همیشه خپلې میرمنې ته د لیونۍ خطاب کاوۀ، دۀ به د کور د څراغ رڼا ډېره یا کمه کړه او پړه به یې په مېرمنې اچوله، چې دا تېروتنه له دي څخه شوي ده، بلاخره یې ښځه پر خپل اروایي حالت شکمنه کړه، ځکه په درک او حافظه کې یې لاسوهنه وشوه او د بل چا تر کنټرول لاندې راغی.
دا اصطلاح موډ شوه او ورو، ورو علم، ادب، ژبپوهنې، فرهنګ او ارواپوهنې ته ورننوته، چې اوسنۍ ارواپوهنه هر ډول ذهني او عاطفي لاسوهنه ګازلایټېنګ بولي.
طارق وزیر: د ذهني فرېب تعریف څۀ دی او څنګه یې پېژندلای شو؟
استاد عظیمي: ګازلایټېنګ داسې تعریفولای شو، چې په دې کې یو کس یا ډله د نورو کسانو او ډلو په ادراکونو کې لاسوهنه وکړي او هغوی پر خپل درک شکمن کړي.
یا هغه پروسه ده چې یو کس هڅه کوي، چې بل کس ته ذهني سرخوږی پیدا کړي او له ریښتیاوو یې لرې یوسي، دی قانع کړي چې ددۀ خبرې ناسمې دي او خپل نظر پرې تحمیل او ومني.
طارق وزیر: که د ګازلایټبنګ پۀ اړه ونۀ پوهېږو، نو څومره او څنګه زیانونه را اړوي؟
استاد عظیمي: دا یوه مهمه پوښتنه ده،ځکه په دې مرکه کې باید د ګازلایټېنګ په زیانونو پوه شو.
لومړی: فرد په پرلپسې ډول پر خپلو ادراکاتو، احساساتو او تحلیل شک کوي او پر ځان باور یې له منځه ځي.
دویم: فرد مضطرب او اندېښمن کوي.
درېیم: ښایي قرباني پر ځان د باور د ختمېدنې او وېرې زیاتېدو له امله وابسته شي او ناوړه استفاده ترې وشي.
زموږ ځینې ډېری مشران دا کار کوي، دوی تر ډېرځله ښځې او ماشومان ګواښي، او دوی پر خپل جرئت او وړتیا باندې شکمن کوي.
څلورم: په ګازلایټېنګ کې ښایي ژور خپګان، اضطراب او ځینې نورې اروایي ګډوډۍ هم راپیدا شي.
پینځم: پرلپسې قرباني شوی کس له ټولنې واټن اخلي او ګوښه والي ته ځي، چې پۀ دې سره لۀ دۀ نه د ناوړه ګټنې شونتیا ډېریږي او ددۀ په اړه د پرېکړې واک هم د نورو لاس ته ورځي.
شپږم: قرباني ته په ټولنیزو اړیکو کې هم ستونزې پیدا کیږي.
اووم: قرباني د پرېکړې کولو واک بایلي، ځکه دی، پر خپلې وړتیا شکمن دی.
اتم: ژوند یې پیکه کیږي او خوند نشي ورڅخه اخیستلای.
نهم: کله چې قرباني د ګازلایټېنګ په اړه ونۀ پوهیږي، نو ناوړه ګټه اخیستنه ډېریږي او دوام کوي.
لسم: قرباني د خپل هویت احساس بایلي او نۀ شي کولای ځان سم وپېژني.
نو د خپل اروایي امنیت د ساتلو په لپاره باید پۀ دې اړه پوه شو.
طارق وزیر: هغه کس ناروغ بللای شو چې له دې تګلارې کار اخلي؟
استاد عظیمي: اړینه نۀ ده چې ګازلایټر دې حتمن اروایي ګډوډي ولري، خو ځیني کسان چې نورې اروایي ګډوډۍ ولري، ښایي دې چارې ته هم مخه کړي.
په نارسیسېزم اخته کس چې ځان له نورو لوړ او ځواکمن ګڼي، ښایي دا کار وکړي.
لۀ بلې خوا د ټولنې ضد شخیصتونه هم خلکو ته، د ګناه له احساسه پرته، دوکه او فرېب ورکوي.
درېیم د بارډر لاین ګډوډي ده چې قربانیان یې وابسته وي او د یوازیتوب له ډاره داسې چارو ته مخه کوي، ترڅو خلک ورسره پاتې شي.
نو موخې بېلابېلې دي لکه: ځواک لرل، کنترول لرل، واکمن کیدل…
طارق وزیر: څۀ وکړو تر څو مو څوک مو ګازلایټ نۀ کړي، یعنې د مخنیوي لارې یې کومې دي؟
استاد عظیمي: له ګازلایټینګ څخه د بچ کېدو لپاره څو لارښوونې کوم:
۱: د ګازلایټېنګ په اړه مطالعه وکړئ، ګازلایټر تاسې په شک کې اچوي او واقعیتونه دروغ درته ښیي، نو کله چې تاسې د هغوی په چلونو پوه شوئ، بچ کېدای شئ؛ بل ځان وپېژنئ له نورو مشوره واخلئ او دا ثابته کړئ چې پۀ ریښتیا مو حافظه او ادراک مشکل نۀ لري.
۲: پر ځان باور اړین دی، پر خپله حافظه او ادرکاتو باور ډېر کړئ؛ تاسې کولای شئ ځینې شیان ثبت او ولیکئ، چې بل وخت څوک پرونۍ خبره درته بدله نکړي. یو مثال وایم: یو چا درسره د ۲۰۰۰ افغانیو وعده کړي خو سبا وایي چې ما د ۱۰۰۰ وعده کړي وه، که تاسې یاداشت وي، نو د فرېب مخه نیول کیږي. خپل یادښتونه بل چا سره شریک کړئ او د هغۀ نظر واخلئ، چې پۀ ریښتیا غلط او ملامت یئ کنه.
۳: ملاتړ ته اړتیا لرئ، لومړی د ملګرو ملاتړ مهم دی، خو که ستونزه حل نۀ شوه نو بیا باید یو مسلکي او حرفه یي شخص ته مراجعه وکړئ، چې هغه ارواپوه دی؛ ارواپوه تاسې ته وایي چې ګازلایټ یئ او کنه، که وئ نو څۀ باید وکړئ.
۴: خپلې پولې وټاکئ، خلکو ته یې وروپېژنئ او چاته هم اجازه مه ورکوئ چې د حریم کرښه کراس کړي.
۵: پر خپل ځان تمرکز وکړئ، له هر چا سره چې اړیکه لرئ، ځان مه هېروئ او ناسالمې اړیکې ترک او پرېږدئ، زیانمن روابط ختم کړئ؛ دوامداره ورزش، یوګا، د سټرسونو کمښت او میډېټیشن ډېر کمک کولای شي.
۶: د قانون حاکمیت مهم دی چې مخنیوی یې کولای شي.
۷: ماشوم ته باید د سالمو اړیکو مهارتونه ور زده شي.
طارق وزیر: یو ګازلایټ شوی کس څنګه پېژندلای شو، نښې یې کومې دي او کوم بدلونونه پکې راځي؟
استاد عظیمي: دا ښه مسئله ده او مهمه پوښتنه مو مطرح کړه؛ د خپل کار په څو کلنه تجربه کې ما ډېر هلکان او نجونې مراجعین لرل، چې په اړیکو کې ګازلایټ شوي وو.
دا چې د دوی پر ځان باور ختم وي نو له هر چا ډېره بښنه غواړي؛ ماته چې راشي نو بار بار بښنه غواړي او مننه کوي چې ما وخت ورکړ، پۀ داسې حال کې چې دا زما دنده ده او زۀ باید وخت ورکړم. د دوی ډېره برخه یې نجونې وي.
بل د بې ارزښتۍ احساس دی چې دوی سره مل وي؛ په دې مانا چې ځینې کسان ښکلي وي، باسواده او باسلیقه وي، پیسې او ښۀ ژوند لري، قوي وي؛ خو مقابل لوري داسې احساس ورکړی وي، چې دوی خورا بدرنګ، بې سواده او بې سلیقې،غریب،کمزوري،ناروغ او خراب ژوند لرونکي دي او دا د بې ارزښتۍ احساس تر ډېره له کورنۍ ورکول کیږي چې خپل ماشوم ته په کم نظر ګوري.
اضطراب او سټرېس یې بله نښه ده، چې اخته کسانو ته یو کوچنی مشکل ډېر لوی ښکاري او ورڅخه ځوریږي.
د تړاو یا وابسته ګۍ مسئله هم باید یاده کړو، ځینې دومره وابسته شوي وي، چې د ګازلایټر له اجازې پرته اوبۀ هم نۀ شي څښلی، چېرې تللی نۀ شي، لباس یې د بل په خوښه وي؛ لوی زیان دادی چې ازادي ترې اخلي.
بیخي ګنګس او ناهیلي وي ځینو اخته مراجعینو ته یو یا دوه ساعته خبرې وکړم او پای کې راته وایي، چې زۀ څۀ وکړم؟ زما ټولې خبرې په همغه شېبه کې ترې هېرې وي.
عاطفي بې ثباتي رامنځته کوي، مثلاً ګازلایټ شوي یوه ورځ له یو چا سخت نفرت لري، خو بله ورځ همغه کس ورته ګران وي او پسې ژاړي.
د ژوند د هرې پېښې مسؤل ځان بولي او تل ځان ورته ملامت ښکاري.
له راتلونکي وېره لري چې هسې نه لیونی/لیونۍ نۀ شم.
ځینې نورې ستونزه لکه: بې خوبي، بې اشتهایي، د وزن بې ثباتي… هم پیدا کوي.
اخري دا چې ځینې جسمي ګډوډۍ هم رامنځته کوي لکه: د معدې درد، د کولمو خرابي، سردردي، د هضم ستونزه.
هغه ارواپوهان چې د اړیکو په برخه کې کار کوي، د دې نښو پېژندل ورته ګټور دي.
طارق وزیر: څنګه کولای شو، یو ګازلایټ شوی کس نورمال حالت ته راولو؟
استاد عظیمي: له ځینو لارو چارو ګټه اخیستلای شو:
۱: کورنۍ او ملګري باید د قرباني خبرو ته غوږ ونیسي او تجربې یې تایید کړي.
۲: د یوازیتوب احساس یې باید ورختم شي او پر ځان باور ورکړل شي.
۳:د ګازلایتېنګ په اړه پوهاوی مرسته کوي.
۴: له یو ارواپوه باید مشوره واخلي، ځکه یو مسلکي لارښود ته اړتیا لري.
۵: هغه چا چې ګازلایټ کړي یاست، فاصله ترې واخلئ، که دنده ورسره کوئ پرې یې ږدئ، ملګرتیا ترک کړئ، ځکه له تاسې ناوړه ګټه اخلي.
طارق وزیر: رسنۍ کولای شي چې مخاطبین ګازلایټ کړي او یوه موضوع برعکس وښیي، ددې لپاره له کومو تګلارو کار اخلي؟
استاد عظیمي: بلې! رسنۍ کولای شي چې واقعیت تحریف کړي، ابهام ایجاد کړي، شکونه پیدا کړي، له اصلي موضوع د خلکو پام غیر ضروري شیانو ته واړوي.
له ځینو اروایي تکنیکونو هم ګټه اخلي، چې پواسطه یې کولای شي چې له غټو پېښو سره سرسري برخورد وکړي او حقیقتونه پټ کړي.
ځیني رسنۍ د یوې لویې قضیې ټولې خواوې پرېږدي، یوازې هغه څۀ را اخلي چې دوی ته ګټه لري؛ مثال: یو خبریال د رهنماوو له لسو مسؤلینو سره خبرې کوي، نهه کسان وایي چې ستونزه نۀ لرو او هر څۀ نورمال دي؛ خو یو کس د کورونو له قیمتۍ شکایتونه کوي؛ دلته ټول پرېږدي همدا د یو کس خبرې را اخلي او حلات خراب معرفي کوي.
د ځینو رسنیو ملاتړ له نورو ځایونو کیږي، چې د هغوی د ګټو د خوندیتوب لپاره موږ ګازلایټ کولای شي.
طارق وزیر: ګازلایټر له خپل عمله خوند اخلي؛ کله چې څوک د بل له ځور نه خوند اخلي موږ یې سادېست بولو، نو فکر کوم ګازلایټېنګ او سادېزم به نږدې اړیکه لري؟
استاد عظیمي: دا ناروغه چاره د یو کس له اروایي حالت سره تړاو لري، چې ښایي ګازلایټر سادېست، نارسیست یا د ټولنې ضد شخصیت وي؛ چې په دې حالت کې لۀ خپلو اړونده کړنو خوند اخلي.
په ټوله کې ګازلایټر خپل اهداف ترلاسه کوي، خپل عقاید او احساسات تحمیلوي، تسلط ترلاسه کوي نو طبعاً دا خوند لري.
پای