Homeخبرونهد سرحدي سیمو اوسیدونکو ته د لومړنیو خدماتو د برابرولو لپاره کمېټه...

د سرحدي سیمو اوسیدونکو ته د لومړنیو خدماتو د برابرولو لپاره کمېټه وګومارل شوه

تاند (دوشنبه، د اسد ۱۵ مه) د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده د سرحدونو او قبایلو له وزارته غوښتي چې د ډیورند کرښې او له نورو هیوادونو سره د افغانستان د سرحدي سیمو د اوسیدونکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د هبة الله اخوندزاده په حکم کې د قومونو او قبایلو چارو وزارت څخه غوښتل شوي چې د دغه وزارت د سرپرست ملانورالله نوري په مشرۍ او د سرحدي ولایتونو د مرستیالانو، ولایتي ريیسانو، د سرحدي ولسوالیو د ولسوالانو او په سرحدي ولسوالیو کې د دفاع وزارت د استازو په ګډون دې ډیورند کرښې ته څېرمه او د نورو سرحدي سیمو د اوسیدونکو د ستونزو د حل لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.

په دغه حکم کې د مالیې وزارت ته سپارښتنه شوې چې کمېټې ته لازمه بودجه ورکړي چې په یادو سیمو کې لومړني خدمات، دیني او عصري زده کړې، روغتیايی اسانتیاوې، مخابرات، سړکونه او د څښاک اوبه مهیا کړي.

د دې لپاره چې د افغانستان حکومتونو یا د اقتصادي ستونزو یا د امنیتي ننګونو په خاطر د سرحدي سیمو اوسیدونکو ته خورا ابتدايي خدمات برابر کړي نه دي، په ځانګړي ډول پاکستان له دې تشې ګټه پورته کړې، د دیورند کرښې په اوږدو کې یې د افغانستان په خاوره کې ځینو کلیو ته اوبه، سړک او ښووونځي برابر کړي او په تدریج یې له خپلې خاورې سره د دغو سیمو د یوځای کېدو هڅه کړې ده.

په تېرو کلونو کې په ځلونو د ننګرهار له ګوشتې داسي راپورونه ورکړل شول چې پاکستان د دې ولسوالۍ ځینو اوسیدونکو ته خپل شناختي کارډونه وېشلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...