پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد ایران نوي حکومت سره د کابل د رژیم د پياوړو اړیکو...

د ایران نوي حکومت سره د کابل د رژیم د پياوړو اړیکو هیله مندي

تاند (یکشنبه ، د اسد۱۴ مه) سره له دې چې ایران ته د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي کبیر د وروستي سفر پر مهال د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر رسول موسوي د طالبانو رژیم سره د اړیکو مدیریت خپل هېواد ته تر ټولو پېچلی دیپلوماتیک ماموریت ګڼلی و، د طالبانو رژیم د ایران نوي حکومت سره د اړیکو د پياوړتیا هیله مندي ښودلې ده.

رسول موسوي دا خبره له مولوي کبیر سره تر لیدنې وروسته د هغه له یوه عکس خپرولو سره کړې وه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر ولي الله شاهین بیا ایران سره د اړیکو د ارزونې په تړاو یوې غونډې ته ویلي، چې دوی د ایران نوي حکومت سره د ښو اړیکو تمه لري.

د طالبانو یوه هزاره پلوي جعفر مهدوي بیا دې ته په اشارې سره چې اسراییلو سره د ایران اړیکي په لا ترینګلي کېدو دي، ایران له طالبانو سره ښو اړیکو ته هڅولی.

د هغه په وینا، ایران ته لازمه ده چې په افغانستان کې د هغه څه له غوښتنې چې دغه هېواد یې ټول شموله حکومت ګڼي لاس واخلي، ځکه په وینا یې عملي او منطقي نه ده.

ایران دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مهدوي د منتقدانو لخوا یې تورن دی چې د ایران په اشاره یې طالبانو سره اړیکې جوړې کړي او ملاتړیې کوي.

د منتقدانو په وینا، د داسې غونډو او څرګندونو تر شا هم د ایران لاس دی څو طالبانو سره د خپلو پراخیدونکو اړتیاوو لپاره زمینه او توجیهات برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب