Homeخبرونهډېری نارویژیان د ښه ژوند د لرلو له کبله د ګناه احساس...

ډېری نارویژیان د ښه ژوند د لرلو له کبله د ګناه احساس کوي

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۴ مه) د ناروې د پوهنتون یوه پروفیسره وايي چې په هیواد کې یې ډیری خلک نن سبا “د ګناه احساس کوي”.

د اوسلو په پوهنتون کې د سکنډینویا د ادبیاتو استاده الیزابت اکسفیلډ وايي، ډیری نارویژیان د نړۍ د نورو برخو د خلکو پرتله چې سخت او دردناک ژوند لري، د لوړ معیار ژوند کولو او د زیاتې شتمنۍ د لرلو له کبله احساس کوي چې ګناه کوي.

ناروې د نړۍ یو له بډایه هیوادونو څخه دی چې په اروپا کې له روسیې وروسته تر ټولو ډېر تېل لري.

په دې توپیر چې ناروې د روسیې پرتله خورا لږ نفوس لري او پر تېلو سربېره د عاید نورې ډېرې سرچینې هم لري.

د دغه هېواد د حکومت د پانګونې اصلي بسپنه، چې د تېلو د صندوق په نوم هم یادېږي، ۱.۷ تریلیون ډالره زېرمې لري.

که چیرې د ناروې زېرمې یا پیسې د دغه هیواد په وګړو ووېشل شي، نو د دې هیواد د خلکو سوکالي د بریتانیا په پرتله نژدې دوه چنده او حتی د متحدو ایالتونو په پرتله ډیرې دي، ځکه چې د دې هیواد نفوس یوازې پنځه نیم میلیونه دی.

پروفیسره اکسفیلډ په مسلکي توګه د ټولنې په کلتور باندې د سکنډینویايي فلمونو، کتابونو، ادبیاتو او تلویزیوني پروګرامونو اغیز مطالعه کوي، او باور لري چې د بډایه خلکو د ګناه دا ډول احساس په ډراماتیک ډول مخ په زیاتیدو دی.

د ناروې ځینې وروستي تلویزیوني لړۍ د بډایه طبقې په ژوند راڅرخي، چې د ټولنې په ټیټو طبقو یعني د مهاجرو کارګرو په خدماتو تکیه کوي.

اغلې اکسفیلډ وايي: “د دې کارونو په لیدو پوی شوم چې د خوښۍ، نیکمرغۍ او امتیاز د احساس کولو ترمنځ توپیر د شرم او ګناه سبب شوی. دا احساس په هرچا کې نه، خو په اکثرو کې لیدل شوی دی.»

د «نړۍ د خوښۍ د راپور» د شمېرو له مخې، ناروې له څو کلونو راهیسې په دې احصایه کې یو له لومړیو هېوادونو څخه دی او اوس په اووم ځای کې دی.

د ناروې د تیلو د صادراتو عاید په ۲۰۲۲ کې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته لوړ شو. منتقدانو ادعا وکړه چې ناروې له جګړې څخه ګټه پورته کوي، یا لږترلږه د جګړې له قربانیانو سره د تېلو له عایده ترلاسه کړې پیسې یې په کافي اندازه نه دي وېشلي.

ناروې تل د خپل هیواد د شتمنۍ د زیاتولو لپاره سمندرونو ته کتلي دي. له پیړیو راهیسې، سمندرونه د خوړو او انرژۍ سرچینه وه، خو له دې سره سره یوازې د ۱۹۶۹ تمې لسیزې په وروستیو کې د تیلو او ګازو کشف د دې پخواني نسبتا وروسته پاتې هیواد د شتمنیو له ډېرولو سره مرسته وکړه.

ناروې اوس یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په ډېر خلاص لاس او بې غرضه له نورو هیوادونو سره مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...