جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني د قدرت په سر د طالبانو خپلمنځي اختلافات او د هبت...

حقاني د قدرت په سر د طالبانو خپلمنځي اختلافات او د هبت الله نافرماني رد کړه

تاند (یکشنبه ، د اسد۱۴ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه ادعاوې بې اساسه وګڼلې، چې ګواکې طالب مشران د قدرت په سر خپلمنځي اختلافات لري او دی او نور طالب مشران له خپل مشر ملا هبت الله اخوند زاده څخه نافرماني کوي.

نوموړي د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژل کېدو په غبرګون کې دا څرګندونې کړي او ویلي، چې ګواکې د دوی جګړه یا د ده په وینا جهاد یې د واک لپاره نه؛ بلکې د خدای د رضا لپاره وه.

د هغه په وینا، دا خبره تبلیغاتي بڼه لري چې د طالبانو د امنیتي ادارو تر منځ اختلاف دی او دوی د خپل عمومي مشر له فرمانونو سرغړونه کوي.

هغه په عین حال کې د اسماعیل هنیه په وژل کېدو خواشیني ښودلې او ویلي، چې دوی هم د ده په خبره له شهادت څخه نه ډاریږي او روحیه یې ورسره نه کمزورې کیږي.

طالب چارواکي په وروستیو کې په پرله پسې ډول د دوی خپلمنځي اختلافات ردوي او بې اساسه ګڼي.

تر دې مخکې د دوی د افراطي کړنو اصلاح ته ځینو خوشبینو څېرو ویل، چې ګواکې سراج الدین حقاني، ملا یعقوب او ملا برادر د طالبانو د هغو فرکسیونونو مشران دي، چې د دوی د رژیم له روانو افراطي کړیو ناراض او د اصلاح غوښتنه یې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب