Homeخبرونهپه ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې

په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او احتمالي سیلونو وړاندوینه شوې

تاند (یکشنبه، د اسد ۱۴ مه) د افغانستان د هواپېژندنې ادارې نن د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د بارانونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل، کندهار او ارزګان ولایتونو کې به د بارانونو اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملي مترو پورې وي.

دغه راز ویل شوي چې د سالنګونو په ګډون به په شمالي، لوېدیځو، جنوبي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې تېز بادونه، خاورې او دوړې وي، چې د بادونو سرعت په بېلابېلو سیمو کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.

د غويي/ ثور له نیمايي د افغانستان په زیاتو برخو کې د اروښتونو، سېلابونو او نورو طبیعي افتونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دوې اوونۍ پخوا په ننګرهار کې د سختو ورښتونو او سیلونو له کبله نژدې ۵۰ تنه مړه او لسګونه نور ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...