جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، په ۲ اوونیو کې یې تر ۱۵ ډېر افغان کډوال...

پاکستان وايي، په ۲ اوونیو کې یې تر ۱۵ ډېر افغان کډوال ایستلي

تاند (دوشنبه، د سرطان ۲۵ مه)  د پاکستان د اطلاعاتو وزارت نن (دوشنبې) وویل چې په تېرو دوو اوونیو کې ۱۵۷۲۷ افغان کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو د پلان له پلي کېدو راهیسې تر ۶۵۳ زره ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړای شوي دي.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چهارشنبې له ورځې څخه تر نن دوشنبې پورې ۷۱۲۶ نارینه، ۴۹۲۶ ښځې او ۳۶۷۵ ماشومان له پاکستانه ایستل شوي دي.
د دغه هېواد د رسنیو د راپورونو له مخې دغه کډوال په ۵۱۰ موټرو کې افغانستان ته ستانه شوي دي.
له پاکستان څخه د افغان مهاجرو د ایستلو پلان د تېر (۲۰۲۳) په نوومبر کې پیل شو.
 
پاکستان په دې وروستیو کې د افغانانو د POR کارتونو د اعتبار موده د یوه کال لپاره وغځوله، خو ټینګار یې وکړ چې د بې اسناده کډوالو د ایستلو لړۍ به دوام لري.
 
د پي او ار کارتونو د لرونکو کډوالو د استوګنې موده یې وروسته له دې یو کال وغځوله چې د ملګروملتو د کډوالو لوی کمیشنر قلیپو ګراندې پاکستان ته سفر وکړ او د دغه هیواد له چارواکو څخه یې وغوښتل چې د افغان کډوالو په اړه له زغمه کار واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب