جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد مدني فعال او شاعر ګیله من وزیر جنازه نن خاورو ته...

د مدني فعال او شاعر ګیله من وزیر جنازه نن خاورو ته سپارل کېږي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۲ مه) د مدني او بشري حقونو د فعال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر جنازه به نن جمعه د شمالي وزیرستان په رزمک کې په خپله پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

 ګیله من وزیر د چهارشنبې په شپه د اسلام اباد په یو روغتون کې د هغو  ټپونو له کبله، چې د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د څو تنو د وهلو پنتجه کې وراوښتي وو، ساه ورکړه.

پرون سهار د ګیله من وزیر جنازه له اسلام اباد څخه د یوه کاروان په بدرګه ولېږدول شوه. د پښتون ژغورنې غورځنګ یا (PTM) مشر پرون پېښور ته نژدې په بډه بیره کې یوې غونډې ته، چې د ګیله من وزیر د درناوي لپاره خلکو جوړه کړې وه، اعلان وکړ چې دوی به له خپلې مبارزې لاس وانخلي.

په بډه بېره کې د خلکو ډلې ته وینا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وویل، د دوی مبارزه به په جدیت روانه وي:

«دې سړي ځان ډېر ستر کړ. یو ځل یې نیولی و. پر بدن یې نښانونه شته چې په سپیو یې داړلی و. د برق شارټي یې ورکړې وه. زموږ ملګری و. شهادت یې قبول کړ، خو د جنرالانو ظلم ته تسلیم نه شو.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د لارې په اوږدو کې څو ځایه ودرېد او د خلکو ډلو ته یې وینا وکړه او ویې ویل چې د دوی د صبر کاسه نسکوره شوې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، ګیله من به نن مازدیګر د هغه په پلرني ټاټوبي د رزمک په اسد خیلو کلي کې خاورو ته وسپارل شي.

 په هغو ویډیوګانو کې چې پر خواله رسنیو خپرې شوي، ښکاري چې د ګیله من وزیر د جنازي موټر د افغانستان پر درې رنګه بیرغ پوښول شوی دی.

ګیله من وزیر په خپله شاعرۍ کې د لوی افغانستان یادونه کوله، او ډیر کله به يې د افغانستان بیرغ پر اوږو پروت و. هغه په خپلو ویناوو کې تل د پاکستان د حکومت او د دې هیواد د پوځ پر پالیسو انتقاد کاوه چې په همدې تور په ۲۰۲۳ کال کې ونیول شو او اته میاشې یې په زندان کې تیرې کړې وې.

له ګیله من وزیره پنځه ماشومان پاته شول چې درې نجونې او دوه زامن دي. نوموړي د شپږو خویندو او دوو وروڼو کشری ورور و، وروڼه یې له پاکستانه دباندې کار کوي، مور یې ژوندۍ او پلار یې وفات شوی دی.

ګیله من وزیر عالي تحصیلات نه ووکړي، خو د فوق العاده استعداد او ذکاوت د درلودلو له امله ډېر ښکلي او له وطندوستي احساس ډک شعرونه یې ویلي دي او څه چې ویل  عمل یې هم پرې کاوه.

د  افغانستان پخوانيو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې مېشتو افغانانو هم د ګيله­من وزیر په باب خپګان ښوولی او  پر ده بريد يې د پښتنو لپاره يوه ضایعه بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب