جمعه, اکتوبر 18, 2024
Home+پاچا امان الله خان؛ د ملی غرور یوه بیلگه

پاچا امان الله خان؛ د ملی غرور یوه بیلگه

پوهاند نصرالله ستانکزی

   کله چي پاچا امان الله خان په ایټالیا کې د پردیسۍ  شپې – ورځې تیرولي، او نړۍ د دوهمې نړیوالې جگړې په اور کې سوځیده، د دې جگړې یوه مهمه او ټاکونکې څیره ادولف هیتلر؛ چې نوم یې په هغه شپو او ورځو کې د نړۍ د لویو سیاستوالو زړونه لړزول؛ امان الله خان ته یو لیک؛ په دې متن استاوه:«له معمول تعرفاتو وروسته،

موږ پوهیږو چې د المان ملت او ‌افغان ملت د ارین له نژاده څخه دي، د همدې همنژادوالي او ورورولۍ  له کبله دي چې د المان دولت هوډمن دی چي هغه گران ورور تاسي اعلیحضرت، د سلطنت مقام د ۴۸ ساعتونو په موده کې په افغانستان بیا ځلې قایم کاندي.

   د سلطنت مقام له تر لاسه کولو وروسته د المان دولت ستاسو څخه غوښتنه لري چې له خپل شمالي اړخه په پوځي برید لاس پوري کړئ. د دغه هدف د لاس ته راوړلو لپاره  به د المان دولت له هر ډول مرستې او کمک څخه بډډه و نه کړي.

 هیله ده هغه ورور، زموږ وړاندیز ومنې.

   په درنښت

   «ادولف هیتلر»

    وروسته تر هغه چي امان الله خان، د هیتلر لیک ترلاسه کړ، د یوه معتقد او متعهد مسلمان او د یوه خپلواک او با غروره افغان په توگه بي نوموړي ته داسي ځواب ورکړ:

« له معمولو القابو او احتراماتو وروسته!

 گران ورور ادولف هیتلر!

ستاسو له وړاندیز څخه خبر شوم، باید هغه ورور ته یې ور په یاد کړم چې په هیڅ نوم او دود د افغانستان د پاچاهۍ د ترلاسه کولو غوښتونکی نه یم. په تیره بیا د  تاج او تخت  بیا ترلاسه کول د یوه بل هیواد له لارې که هغه هم نژاده او ورور هم وي او هغه هم مشروط په دي وي چې د یوه پردې هیواد ‌له سیاسي غوښتونو  سره مل وي.. زه هیڅکله دې ته نه یم چمتو‌ چې د تاج او ‌تخت د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان د ملت حیثیت تر پښو لاندې کړم.

هیله ده زما معذرت ومنئ.

               په درنښت

             «امان الله»

   دا د هغه افغان مخلوع پاچا ځواب ؤ چې د هغې زمانې د یوه زبرځواک ایتلاف د مشر  د لیک په ځواب کې لیکل شوی دی. د سلطنت بیرته ترلاسه کیدل د پردیو په مټ ورته  د هیواد د حیثیت او‌ وقار د نفې په مانا ده.

    خو‌، نن د پردیو په لارښوونه او امر د یوې مجهول الهویه ډلې له خوا د دین تر شعار لاندې د داسي یوه مغرور او با شهامته مشر چي د هیواد، هر بچی یې د یوه واقعي ملي اتل په توگه پیژني، او دا گران ملي مشر چي نه یوازې د افغانستان په تاریخ کي، بلکي  د اسلامی هیوادونو‌ او شرقي نړۍ له مفاخرو‌ څخه شمیرل کیږي. د هغه د تصویر پر مخ تور رنگ‌ ورشیندل کیږي، هغه رنگ چې د دوی د ناولو زړونو په څیر خیرن دی، او بیا هغه په داسي یوه سیمه کې چې د تور استعمار په لاس د یوه ملت د بیلوالي لپاره کرښه ترسیم شوې؛ ترسره کیږي.

   دا ناوړه عمل یوازي د هغو کسانو له لوري ترسره کیدای شي چي د خپلو بادارانو‌ په دستور او لارښوونه غواړي د گران افغانستان له ملي هویت، فرهنگ او تاریخي ارزښتونو سره دښمني وکړي او د یوه بې تاریخه هیواد په امر؛ غواړي د افغان ولس د ملي شخصیتونو، فرهنگي ارزښتونو‌ او‌علمي شتمنیو سره لوبې وکړي.

   خو‌، دا جوته ده هغه شخصیتونه او‌څیرې چې تاریخ یې گټلی وي، او د یوه ملت له لوري منل شوي، دا ډول کرغیړن اعمال، هغوی نه سپکوي، بلکې د زړونو تل ته لا ژورې لارې مومي.

   امان الله غازي، یوازي په یوه تصویر پورې منحصر نه دی چې د تاریخ له پاڼو‌ ورک شي، هغه یو مکتب دی، د خپواکۍ او ملي غرور لارښود او سالار او د هر افغان لپار د احترام وړ مشر او زموږ د معاصر تاریخ ځلانده ستوری دی.

 راتلونکي به ثابته کړي، چي دا ډول مزدوران به یوه ورځ د دغه ستر غازي تر انځور لاندې تورمخي لکه د دوی تور تفکر په څیر ذلیل او‌ خوار وي.

2 COMMENTS

  1. سلامونه،
    مشراستاد پوهاند صاحب ستانکزی ، په قلم اوپوهې مو برکت؛ اول ځل دی چې دامان الله خان او هټلر کیسه اورم.مڼنه
    مونږ څو کاله مخکې دافغانستان داستقلال۹۸.مه کلیزه ،په بلجیم کې د افغانانو کلتوري ټولنو او د وخت جلالتمآب سفیر ولي منور صاحب په ابتکار او موافقه ونمانځله، په هغې کې د غازي دکارنامو او دوطن دپرمختګ پلانونو تر څنګ ؛په “بغدادي پیر” ناول کې چې ارواښاد نصیر احمدي ژباړلی و،یوه کیسه د “ډویډ جونس ” چې یو وخت لکه بچه ی سکو ځان نه پیر جوړ کړی و ؛او بیا د امان اله خان دربار ته د بریتانوي هند د نماینده په حیث ظاهر سوی و؛؛ ” او بیا “په ایټالیا کې چې غازي سره چې په غربت او جلاوطنۍ کښې شپې ورځې تیرولې ، دژورنالیست په چهره کې ورسره خبرې کړې وې…د شاه غازي سترګې له اوښکو ډڼډ سوې وې؟”.
    ځکه چې مترقي او مسلمان غازي غوښتل ولس او ملک ېې لکه ترکیه او اروپایی هیوادونو له پوهنو او تخنیک له هوساینو زر ترژره د انکشاف پړاوونه ووهي مګر د هیواد د ازلي دښمنانو، لاسپوڅو او د خلکو له بیسوادۍ او ناپوهیو سوء استفاده کوونکو تش په نامه جعلي پیرانو، ، … هره پرمختیا په کفر او ګناه ټاپه وهله ؛تر څو چې دی ېې مجبور په وطن پریښودلو کړ؛ اودء نه غوښتل چې د ولس وینه طویه شي”!!
    لوی خدای دې ،د جلال آباد امیر شهید بڼ کې د غازي مزار د جنت یوه باغچه وګرځوي او د هغه وخت او تر اوسه ټولو د آزادۍ ،د ولس د هوسایۍ او خوشحالۍ غوښتونکو شهیدانو اوغازیانو ارواح دې په اته واړو جنتونوشي.آمین ثم آمین یا رب العالمین.
    له توجه مو نړۍ شکریه.

  2. سلام
    پوهاند صاحب اهانت ، تحقیر و عمل غیر انسانی کاری شیطان است. انچه غازی انجام داده است درتاریخ افغانستان هیچکس نمی تواند به معراج این رادمند تاریخ هم چشمی کند .
    قانون اساسی
    لویه جرګه
    اصلااحات مالی
    تعلیم وتربیه
    مطبوعات
    فرستادن محصلان به خارج
    شاهې مشروطه
    اصلاحات مدنی، اجتماعی وسیاسی کشور از یک مجرای سنجش سالم
    اثار برجسته عمرانی وعرفانی درکشور
    از دست آوردهای این زعیم پر افتخار ماست .
    حیف بر اعمال ننګین مزدوران اجنبی ودروغګوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب