شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهملاعمري: نږدې راتلونکي کې به یو شمېر هېوادونو ته افغان کارګران واستول...

ملاعمري: نږدې راتلونکي کې به یو شمېر هېوادونو ته افغان کارګران واستول شي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) په کابل کې د طالبانو د واکمن اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالمنان عمري، چې قطر او روسیې هېوادونو ته په رسمي سفر تللی و، کابل ته له ستنیدو وروسته ادعا کړې چې نږدې وخت کې به یو شمېر افغان کارګران بهرنیو هېوادونو ته واستوي.

نوموړي ویلي، چې د بېلا بېلو هېوادونو له چارواکو سره یې افغان کارګرو ته د کارموندنې په تړاو خبرې اترې کړې دي.

د هغه په خبره، د سینټ پیټرزبرګ ۲۷مې اقتصادي سرمشریزې په څنډه کې یې د روسیې فدارتیف د کار له وزیر سره خبرې کړې او په هغه هېواد په ځانګړې ډول چیچنیا او تاتارستان جمهوریتونو کې د کرنې په برخه کې افغان کارګرانو ته د کار زمینې برابرولو په اړه یې ورسره هر اړخیزې خبرې کړې دي.

هغه همدارنګه وویل چې د داغستان او ترکمنستان د اقتصاد له وزیرانو، د عمان د سوداګرۍ خونې له رئيس او د بېلا بېلو هېوادونو له پانګوالو او سوداګرو سره یې په دې اړه خبرې کړې او ډاډ یې ترلاسه کړی، چې افغانانو ته به په یادو هېوادونو کې د کار موندنې په برخه کې همکاري کوي.

ملا عمري زیاته کړه، چې روسیې ته تر تګ وړاندې یې قطر ته هم رسمي سفر کړی و او د هغه هېواد چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې د یوه منظم میکانیزم له مخې به افغان کارګران د کار په موخه په قانوني بڼه هغه هېواد ته ولېږل شي.

طالب وزیر په امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو کې له افغان کډوالو سره په چلند هم سخته نیوکه وکړه او ویې ویل چې یاد هېوادونه افغانان هلته ورتګ ته هڅوي، خو کله چې افغان ځوانان تر سختو کړاوونو وروسته هلته ځانونه رسوي بیا یې یوازې دوه یا درې سلنه کسانو ته ویزې ورکول کېږي او پاتې نور یې بې سرنوشته پاتې کېږي، چې له کبله یې له سختو ستونزو سره مخ وي.

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې په کور دننه د کار موندنې زمینې برابرولو په موخه یې هم د بېلا بېلو هېوادونو له استازو سره خبرې کړې او افغان کارګرانو ته به په نږدې راتلونکي کې په خپل هېواد کې د کار زمینه برابره شي.

طالب چارواکي دا څرګندونې داسې مهال کړي، چې د دوی منتقدان داسې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او دوی د عامه ذهنیت په غولولو تورنوي.

د منتقدانو په وینا، د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د دوی لخوا د افغانستان د ټولو بنسټونو انحصارول او ترې د زیاتو مسلکي کسانو څنډې ته کول له هېواده د کادرونو د وتو او اقتصادي ناورین د شدت سبب شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب