Homeخبرونهاقتصادي خبرونهطالبان وايي، د نژدې ۷۲ میلیون ډالرو په ارزښت یې اومه تېل...

طالبان وايي، د نژدې ۷۲ میلیون ډالرو په ارزښت یې اومه تېل پلورلي

تاند (یکشنبه، د جوزا ۲۰ مه) د طالبانو د حکومت ویندوی وايي چې د دوی د کانونو او پیترولیم وزارت د امودریا د تېلو د حوزې یولکو ۱۳ زره ټنه اومه تېل په کورنیو پانګوونکو پلورلي دي.

ذبیح الله مجاهد نن پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کښلي چې دا تېل، په تېرو لسو ورځو کې په ۷۱ میلیونه او ۶۰۰ زره امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.

ده زیاته کړې چې پر دې سربېره د کانونو او پیترولیم وزارت نن (یکشنبې) ۲۰ زره ټنه نور اومه تېل لیلاموي.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په دوو اونیو کې یونیم لک ټنه اومه تېل پلورل کېږي.

طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د خپل عاید د زیاتولو لپاره د کانونو استخراج ته پام زیات کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...