پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهډونالډ ټرمپ ټیک ټاک اکونټ پرانیست

ډونالډ ټرمپ ټیک ټاک اکونټ پرانیست

تاند ( ۲ شنبه، د جوزا ۱۴ مه) د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ترمپ په ټیک ټاک ټولنیزه رسنۍ کې خپل اکونټ برانیست چې د څو لنډو ساعتونو په موده کې یې تر دوه میلیون زیات څارونکي وموندل.

ښاغلی ټرمپ تر دې مخکې په ایکس یا ټویټر شبکه کې ډېر فعال او له تر ټولو زیات مخاطب لرونکو کسانو څخه و.

د هغه ایکس پاڼه نږدې ۹۰ میلیونه څارونکي لري.

ټرمپ ټیک ټاک ته د ټاکنیزو کمپاینونو په درشل کې راغلی او د راتلونکو ټاکنو اړوند تبلیغات پکې مخته وړي.

د ښاغلي ټرمپ په ایکس پاڼه کې د هغه ډېر او جنجالي فعالیت ډېر ځله د ناندریو سبب شوی و.

تمه کیږي، چې د هغه او نورو سیاسي څېرو له ټیک ټاک ته راتلو سره به دا ټولنیزه رسنۍ هم له بوختونکې رسنۍ څخه په جدي او سیاسي شبکې بدله شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...