Home+پېر، پیر | زهير سپېڅلی

پېر، پیر | زهير سپېڅلی

پېر/دور، پړاو، دوران، چکر، ګردش…
پير/مرشد، لارښود، رهنما، بزرګ شخص، مشر…
(پېر) نوم دی او (پير) صفت دی.
دواړه يو- يو سېلاب لري.
د (پېر) جمع (پېرونه) او د (پير) جمع (پيران) دي.
مثالونه:
په هوتکي پېر کي د واکمنۍ په سطحه  پښتو ژبي او ادب ته کار کېده.
افغانستان ډېر زرين او رنګين پېر درلود.
د ژوند د هر پېر خپلي کيسې وي.
بخت زاده دانش:
تر څو  به  د ژوندون له ستونزو ځان ساتمه پيره!
تر څـو بـه  لـه  دې خلکو نه ګرېوان ساتمه  پيره!
تر څو به مي ته پير يې او تر څو به دي مريد يم؟
تر څو بـه زه  دا  ستا  په رنګ پيران  ساتمه پيره!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...