یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Home+په فرانسې کې د ولسمشر او نورو معاشونه څومره دي؟

په فرانسې کې د ولسمشر او نورو معاشونه څومره دي؟

تاند – د نابرابرۍ څار غیر حکومتي ادارې په فرانسه کې په خصوصي او عامه سکتورونو کې د کارمندانو او (Self employed) ځانګمارلو د معاشونو د درجه بندۍ فهرست خپور کړ.

په فرانسه کې د ولسمشر معاش ثابت او تعین شوی که څه هم دولتمشر اختیار لري چې ټیټ یې کړي.

اوس مهال، ایمانویل مکرون د میاشتې 15,900 یورو ناخالص معاش ترلاسه کوي. له ناخالص څخه مطلب دا دی چې له دغو پیسو د مالیې، تقاعد او بیمې برخه جلا کېږي. هر څومره چې د چا معاش ډېر وي په هماغه اندازه یې مالیه ډېریږي.

د فرانسې د صدراعظم ګابریل ایتیل معاش هم د ولسمشر هومره دی.

د وزیرانو معاشونه په میاشت کې تر 10,647 ناخالص یورو پورې رسیږي.

د فرانسې د ملي شورا غړي په میاشت کې نژدې 7,493 یورو او د فرانسې د مشرانو جرګې غړي 7,605 یورو ترلاسه کوي، مګر دوی ممکن نور امتیازات هم ترلاسه کړي.

ښاروالان هم ثابت یا ټاکل شوی معاش لري، مګر د دوی معاش د ښاروالۍ په اندازې او د ښاروالۍ د اړوندې سیمې په نفوس پورې اړه لري.

د دې لیست له مخې، د لویو شرکتونو، چې له 500 څخه ډیر کارمندان لري، د مدیرانو د میاشتني خالص معاش اوسط 16,600 یورو دی، ورپسې لوړپوړي مدیران 10,500 یورو ترلاسه کوي.

د هوايي چلند پیلوټان، سوداګر، وکیلان، جراحان، د غاښونو ډاکټران او نور ډاکټران چې شخصي کتنځي لري هم د لوړ معاش لرونکي دي. د دوی د میاشتني معاش اوسط په ترتیب شاوخوا 8,900 یورو، 8,400 یورو، 6,000 یورو او 5,900 یورو دی.

د غاښونو یو جراح د کال 78,000 یورو ګټي، یو عمومي متخصص 65,000 یورو ترلاسه کوي، او یو درمل جوړونکی چې درې کاله تجربه لري په کال کې 43,000 یورو ګټي.

البته، په شهرت او موقعیت پورې اړه لري، د غاښونو ډاکتر په کال کې شاوخوا 200,000 یورو کلنۍ ناخالصه ګټه لرلی شي.

د دې لیست له مخې، د هغو لویو شرکتونو، چې له 500 څخه ډیر کارمندان لري مدیران په متوسط ‌ډول د میاشتې 16,600 یورو خالص معاش لري، ورپسې لوړ پوړي مدیران تر 10,500 یورو پورې ترلاسه کوي.

یو مالي شنونکی کولی شي په کال کې شاوخوا 50,000 یورو وګټي. د M&A شنونکی په کال کې شاوخوا 45,000 یورو اخلي.

د پانګې اچونې د متخصص لپاره، متوسط کالنی معاش شاوخوا 70,000 یورو دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب