دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت: له پخوانیو چارواکو او زورواکو مو نږدې ۲ سوه میلیونه...

برېښنا شرکت: له پخوانیو چارواکو او زورواکو مو نږدې ۲ سوه میلیونه پورونه را ټول کړل

تاند ( ۲ شنبه، د جوزا ۱۴ مه) د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکو ویلي، چې له مخکینیو چارواکو او زورواکو څخه یې خپل ۱۸۶ میلیونه افغانۍ پورونه بیرته ټول کړي.

د دغه شرکت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند حکمت الله میوندي ویلي، چې دا پورونه یې د طالبانو د استخباراتو او نورو ادارو په همکارۍ را ټول کړي.

سرچینې نه دي په ډاګه کړي، چې دا پیسې په کومه طریقه را ټولې شوې دي.

د پخوانیو چارواکو او زورواکو یوه لویه برخه د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره له هېواده وتلي، خو جایدادونه او شتمنۍ یې لا هم افغانستان کې شته.

ویل کیږي چې طالب چارواکو هغوی ته د دغو جایدادونو او شتمنیو د لیلام خبرداری ورکړی و او په ډېر ګومان د همدې فشار له مخې پخواني چارواکي او زورواکي د برېښنا شرکت د پورونو ورکولو ته چمتو شوي.

د برېښنا د پورونو نه ورکول د جمهوري نظام پر مهال برېښنا شرکت ته یو لوی سرخوږی و، چې اوس یې د حلیدو خبرونه ورکړل شوي.

1 COMMENT

  1. پښتو متل: چي ډب نه وي، ادب نه وي. هغه زور ويونکى لنډه غر اوهغه بريتور چي هر وخت به د ارګ نيولو تهديدونه کول، او له هري خبرى سره به يي( چنان محکم مثل کوه البرز) ويل او هغه غوړه مالان چي د پيغمبرۍ نوي لاري پرانيستلي اوس چيري دي، هغه دسالنګ مماتي د بريښنا د ليږد پايي يي الوزولي او د حکومت نه يي باج غوښتو اوس چيري دي. په رښتيا چي افغانستان د سوټي مسلمان دۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب