پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکرکټ بورډ د ۲۰۲۴ نړیوال ۲۰ اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د ۲۰۲۴ نړیوال ۲۰ اوره جام ته لوبډله اعلان کړه

تاند (سې شنبه، د ثور ۱۱ مه) د کرکټ د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوره جام لپاره د افغانستان ملي لوبډله اعلان شوه.
 
د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د سې شنبې په ورځ د اپریل په ۳۰مه نېټه په یوه خبر کې ویلي دي، دا ځل به افغانستان د راشدخان په لوبډلمشرۍ په شل اوریز نړیوال جام کې چې په امریکا او ویسټ اینډیز کې به ترسره کېږي، ګډون وکړي.
 
په دې ۱۵ کسیزه لوبډله کې رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، نجیب الله ځدراڼ، محمداسحاق، عظمت الله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشدخان، ننګیالی خروټی، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل حق فاروقي او فریداحمد ملک شامل وي.
 
صدیق اتل، حضرت الله ځاځی او سلیم ساپی د احتیاطي لوبغاړو په ډله کې اخیستل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...