Homeخبرونهد کابل پر رژیم د ایران تازه فشارونه

د کابل پر رژیم د ایران تازه فشارونه

تاند (۳ شنبه، د ثور ۱۱ مه) د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې یې د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي په یوه تازه مرکه کې د طالبانو پر رژیم تازه فشارونه اچولي.

نوموړي د کابل له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې ویلي، چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بل ځانګړي استازي د ګومارل کېدو مشروط ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې، چې د دغه استازي صلاحیتونه باید روښانه شي.

ایراني استازي دغه راز ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګریزو فعالیتونو په اړه د دوی اندېښنې پر ځای دي او په دې باید څوک خواشیني نه شي.

قمي دا خبره، پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر او په ترڅ کې یې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ادعا شویو فعالیتونو په اړه د ایران او پاکستان د ګډو اندېښنو د اعلامیې په دفاع کې کړې ده.

د ایران سفیر په ورته وخت کې تایید کړه، چې د طالبانو د رژیم مخالفانو ته دوی پناه ورکړې او هغوی هلته دفترونه او د طالبانو خلاف فعالیتونه لري.

د ده په وینا، دوی له ټولو افغان لوریو سره اړیکې ساتي او بیا به هم دغو اړیکو ته دوام ورکوي.

کاظمي قمي دا هم وویل، چې د طالبانو رژیم به تر هغې دوی په رسمیت ونه پېژني، چې د افغانانو لخوا مشروعیت ترلاسه نه کړي او ټولې خواوې پکې ونه لیدل شي.

طالبانو د نوموړي څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

تر دې مخکې ایران داعش سره د تړاو په تور د طالبانو د یوې مخالفې جنګي ډلې ( مقاومت جبهې) ۴ تنه بندي کړي غړي بېرته خوشې کړي وو، چې ویل کیږي د طالبانو د اعتراض سبب شوي وو.

ایران پرون له افغانستان سره پر ګډه پوله د دېوال او موانع جوړولو اعلان هم وکړ، چې طالبانو لا غبرګون نه دی ور ته ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...