پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد روسیې په جاسوسۍ د برېتانیا د یوه افغان جاسوس تورنېدل

د روسیې په جاسوسۍ د برېتانیا د یوه افغان جاسوس تورنېدل

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) د برېتانیا ټایمز ورځپاڼې ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او استخباراتو ادارې یو افغان کارکوونکی روسیې ته په جاسوسۍ تورن شوی دی.

 د دغه افغان الاصله کس نوم نه دی اخیستل شوی، خو ویل شوي چې هغه د برېتانیا تابعیت هم درلود خو د روسیې په جاسوسۍ له تورنېدو وروسته یې په ۲۰۱۹ کې تابعیت لغوه شوی دی.

ویل شوي، چې اوس د برېتانیا په خاوره کې د هغه موجودیت د اندېښنې وړ ګڼل شوی او تمه کیږي چې له دغه هېواده وایستل شي.

د راپور له مخې، دغه افغان په پنځه کلنۍ کې روسیې ته تللی و او هلته یې د ژوند تر څنګ سوداګري کړې وه.

سرچینې زیاتوي، چې دغه کس په ۲۰۰۰ میلادي کال کې برېتانیا ته تللی او د پناه غوښتنه یې کړې وه.

ویل شوي، چې نوموړي پر ځان لګېدلی تور رد کړی.

معلومه نه ده چې د هغه قضایي وضعیت څنګه دی او په نژدې وخت کې به څه ورسره کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب