دوشنبه, مې 20, 2024
Home+حال، ماضي او راتلونکي د مثلث درې خواوې

حال، ماضي او راتلونکي د مثلث درې خواوې

سید اصغر هاشمي

په کایناتو کې د هر موجود حال، ماضي او راتلونکی یو له بل سره اړیکې لري، خو په انسان کې دغه تړاو د نورو موجوداتو پر بنسټ پیاوړی او ځواکمن دی. په ژوند باندې د ماضي ښې او بدې اغېزې او د راتلونکي په اړه فکر کول د انسان کار دی، بل هېڅ یو موجود د انسان په ډول د فکر کولو ځواک نه لري او نه دا صلاحیت ورته ورکړل شوی دی. د عقل، تفکر او عقلانیت برکت دی چې انسان په حال کې له ستونزو سره مبارزه کوي او په دې پوهېږي چې د دغو ستونزو بنسټ چېرته دی.

د مثلث درې خواوې په یوه بڼه یو له بل سره اړیکه لري، د انسان ژوند د مثلث په منځ کې دی او د درې خواوو او کونجونو تر منځ بند دی. د مثلث درې خواوې یې حال، ماضي او راتلونکی دی. که د یوې ټولنې په ماضي کې ستونزې تېرې شوې وي، بنسټ یې له حال څخه پيلېږي، که په راتلونکي کې ستونزې پیدا کېږي، بیا هم په حال کې ستونزې وجود درلودې، نو ځکه په ماضي او راتلونکي کې ستونزې لیدل کېږي. که په حال کې یوه ستونزه وي او ماضي ته انتقالېږي، نو بیا همدغه ماضي پر حال باندې فشارونه راوړي او حال ته بنیادي ستونزې جوړوي.

څنګه کولای شو چې یوې ارماني ټولنې ته ځان ورسوو؟، یو داسې ښار کې ژوند وکړو چې د لمر ښار وي او هېڅکله په کې د روښنايي ضد فکر وجود و نه لري، یوه داسې ټولنه چې هر انسان یې د کرامت خاوند وي، د فضیلت درجه په کې لوړه وي.

دا هغه وخت کېدلای شي چې زموږ حال، ماضي او راتلونکی ښه وي. کله چې زه په دې درېو زماني وختونو کې د حال یادونه لومړی کوم، لامل یې دا دی چې هر حال په ماضي بدلېږي او راتلونکی هم د حال زمانې څخه جوړېږي. د بېلګې په ډول حال زمانه حمل کوي، ماضي او راتلونکی ترې پیدا کېږي، که چېرې له مور او پلار څخه نا سالم اولاد پیدا شي، نو څرګنده خبره ده چې په راتلونکي کې خپلو والدینو ته ستونزې جوړوي. کله چې ماضي حال ته ستونزې جوړوي، لامل یې څرګند دی. له حال څخه پیدا شوې ستونزې چې ماضي ته انتقالېږي، بېرته په حال باندې تپل کېږي او حال ته ستونزې جوړوي.

انسان ته ښايي چې خپلې ټولنې ته په میراث کې ښې کړنې پرېږدي. هر ښه عمل په نورو انسانانو اغېزې لري، همدارنګه ښه کول او بد نه کول د انسان په داخلي او بهرنۍ نړۍ باندې اغېز کوي او آن تر دې چې تصوف او عرفان کې ابن عربي په دې ټینګار کوي چې په ټولنې کې د ژوندویو موجوداتو عملونه او په ځانګړي ډول انساني کړنې په فضا کې پاتې کېږي چې مثبتې او منفي اغېزې درلودای شي. نن فزیک هم دا خبره ثابت کړې ده چې د انساني کړنو اغېزې په چاپېریال باندې خپلې اغېزې لري چې د وخت په تېرېدلو سره همدغه حالت په ماضي باندې بدلېږي او همدغه بد اعمال چې په یوې ټولنې کې تر سره شوي وي، په کلونو کلونو یې اغېزې له ماضي څخه په میراث کې پاتې کېږي او په حال کې ټولنې ته یې زیان رسېږي. دغه ستونزې په حقیقت کې په حال کې تر سره شوي وي، په کلونو کلونو وخت پرې تېر شوی وي او همدغه پاتې شونې ستونزې په ټولنې کې انسانانو ته زیان رسوي.

د همدې موضوع په اړه له تاسو سره یوه موضوع شریکوم. په اروپا کې یو کور خرڅېده، کله چې اخیستونکی خبر شو چې د کور پخواني مالک رواني ستونزې درلودې، ډيپریس و او ټوله ورځ به یې منفي فکر کاوه، نو د همدغو ستونزو لامله یې کور وانخیست، ځکه چې په راتلونکي کې د پخواني کور د مالک دغه ستونزې په میراث کې پاتې کېدای شي او د کور په هرې برخې کې د ستونزو دغه اغېزې وجود درلودای شي.

د کور په خاوند کې ستونزې وې او د دغو ستونزو اغېزې د کور په فضا کې وجود درلود. د ابن عربي نظریات او د فزیک علم ثابتوي چې په حال کې هره لحظه د تېرې لحظې تر اغېزو لاندې وي. په حال کې مثبت فکر، ښې کړنې او هر ډول ښه عمل د مقناطیس په ډول په ماضي کې ښه زېږوي او راتلونکي ته یوه ښه ټولنه او انسان په میراث کې پرېږدي او منفي فکر او بد عمل ناسم چاپېریال او انسان په میراث کې پرېږدي. اوس نو تاسو قضاوت وکړئ چې په حال کې یوه انساني ستونزه  په ماضي کې څومره لویه ستونزه جوړولای شي. که د یو چاپېریال ټول خلک د یاد کس په ډول رواني ستونزې ولري، نو د دغې چاپېریال او خلکو ماضي به ډېرې بدې اغېزې په حال ولري.

د دغې مسایلو په پام کې نیولو سره چاپېریال کې ستونزې نه وي، انسان چاپېریال خرابوي او هر ډول ستونزه پیدا کوي. انسان کولای شي چې ټولنه انساني کړي، ټولنې ته کار وکړي او له هرې ټولنې څخه د لمر ښار ته ورته ځایونه جوړ کړي چې په عربي نړۍ کې ورته مدینه فاضله وايي.

د دې خبرې په تایید له تاسو سره یوه لنډه کیسه شریکوم: یو چا کیسه کوله چې یوه ورځ له ملګرو سره یوې ښکلې درې ته لاړو، یو استاد راته وویل چې له خارجیانو سره دلته راغلي وو، موږ ته یې وویل چې ډېره ښه دره ده، که مو خوښه وي، زموږ د هېواد له یوې برخې سره به یې بدله کړو. دې کس ورته ویلي و چې دره/ ځای درسره نه بدلوو، د درې خلک درسره بدلوو.

د دې خبرې موخه دا ده چې د یو هېواد په جغرافیه کې ستونزه نه وي، ستونزه یې په انسان کې وي او د دغو ستونزو بنسټ له حال څخه جوړېږي. حال ماضي ته ستونزې په میراث کې پرېږدي چې د وخت په تېرېدلو حال د خپلو کړنو سزا ګوري او د ماضي له ستونزو څخه ځان نه شي خلاصولای.

موږ له ټولنې، خپلو نیاکانو، مشرانو او تېر قوم او ټبر سره نه شلیدونکې اړیکې لرو، په زرګونو کلونو مخکې زموږ ماضي د نن ورځې په حال باندې اغېزې لري.

د لسو کالو تېر ماضي چې څومره د ټولنې او انسان په حال کې لاسوهنه کوي، په همدغې ډول د سلګونو کلونو ماضي هم په چاپېریال او انسانانو باندې اغېزې درلودای شي چې د بېلګې په ټول په تېرې زمانې کې د خپلو نیکونو او قوم ثابتولو لپاره په ماضي کې (DNA) ډي ان ای ټیسټونه د یادونې وړ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب