جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د انور کاکړ د مرکې مهم ټکي

د افغانستان په اړه د انور کاکړ د مرکې مهم ټکي

تاند ( جمعه، د دلوې ۲۰مه) د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انورالحق کاکړ یو ځل بیا د افغانستان – پاکستان ترمنځ ډیورنډ فرضي کرښه« نړیواله رسمي پوله» وګڼله او ادعا یې وکړه چې ګواکې دا یوه« ختمه کیسه»ده.

نوموړی د افغانستان له یوه خصوصي تلویزون سره د ځانګړې مرکې پر مهال ټینګار وکړ، چې ګواکې ټولې نړۍ دغه کرښه د « رسمي پولې» په توګه په رسمیت پېژندلې ده.

کاکړ له دغې کرښې سره د افغانانو د مخالفت په اړه وویل، چې دوی افغانان له غاړې نه دي نیولي، چې دا کرښه د پولې په توګه وپېژني.

هغه د افغانستان د واکمن طالب رژیم په اړه وویل، چې د ده په وینا افغانستان یې امن کړی او دوی تمه لري څو ورسره شته ستونزې یې حل شي.

کاکړ په دې مرکه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستو له پرېکړې بیا دفاع وکړه او د دغې پرېکړې د ښو پایلو ادعا یې وکړه.

هغه ومنله، چې د افغان کډوالو د ایستو د پرېکړې په عملي کېدو کې د افغان کډوالو سپکاوی او ورسره ناوړه چلند شوی، خو ویې ویل چې په دې برخه کې د ناوړه چلند کوونکو کسانو د تعقیب او مجازات پلوی دی.

پاکستاني صدراعظم په عین حال کې وویل، چې طالبان پر ټول افغانستان یو ډول کنټرول نه لري او له دې امله د ټي ټي پي په ګډون د پاکستان یو شمېر مخالفې وسله والې ډلې له افغان خاورې د دوی خلاف ګټه اخلي.

دا ادعا د طالبانو رژیم او د چارو څارونکو تل رد کړی او بې بنسټه یې ګڼلی دی.

طالب رژیم د پاکستاني مقام وروستۍ مرکې ته تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

انور کاکړ د دغې مرکې پر مهال د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په تړاو وویل، چې د سیمې هېوادونه او دوی په ډله ییزه توګه د دغه رژیم په رسمیت پېژندلو ته لېوال دي، خو نه شي ویلی چې کله به په دې اړه ګام واخلي.

2 COMMENTS

  1. ککړه ، ګناه دې نه ده ، د صادق فطرت ناشناس له قومه یې . هغه د خپل قوم و ملت تاریخ او ادب ته په سپکه وکتل ، ټوله مینه ، محبت ، افتخار ، غرور او سړیتوب یې له لاسه ورکړ.
    دا ژمی هم تېرشو خو ستا د مخ توروالی ، سکرو ته پاته شو. په دنیا کې له تا نه بل هېڅ داسې بې غیرته انسان نشته ،چې خپل قوم ته توهین وکړي ، هغوی په ساړه ژمي کې له خپلو کورونو را وباسي ، مال او هرڅه یې ترې لوټ کړې او لوڅ لپړ یې خپل پلرني هېواد ته را واستوې . عمران خان ، که څومره د پردیو په سیمه کې لوی شوی وو، پښتو یې نه وه زده ، خو ستا په شان ظلم یې ونکړ. له خدای نه مې غوښتی یې چې همداسې کانې پرتاسو هم وشي او د ګاونډیو کور ته په کډه کولو مجبور کړل شې . الله تعالی خو ‌ذونتقام دی .

  2. د کاکړ په خبرو یوه مهمه خبره دا وه چې هغه ویل موږ ته د پاکستان ګټي مهمې دي. دغې دا پیغام له ځانه سره درلود چې افغانانو ته هم باید خپلې ګټې مهمې وي. او د دواړو لورو په ګټو باید خبرې وشي.
    خو زما په اند افغانان بیا په دی خبره تیروتلي دي. ورور هیواد – د اسلام قلعه – ضیاالحق شهید جهاد افغانستان -انصار وروڼه او نور…
    دا خبرې په سیاست کې بي عقلان کوي په سیاست کې د خپل هیواد ګټې مهمې دي. اوس که افغانان ورسره د اوبو په سره خبره کوي. که منځنۍ اسیا ته د سوداګرۍ له پاره په لاره او یا نورو موضوعاتو باندې خبرې وي باید تر هرڅه ورته لومړیتوب خپلې ګټې ولري. نه دا چې له موږ سره يي مرسته وکړه موږ ته څلویښت کاله ځای راکړی و. زه خو وایم چې ګټه وي سل کاله نور دې هم ساتي په دی خبرو غولول شوي یوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب