پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهعمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰ کاله بند محکوم شول

عمران خان او شاه محمود قریشي په ۱۰ کاله بند محکوم شول

تاند (سې شنبه، د دلوې ۱۰ مه) د پاکستان یوې محکمې د دغه هیواد پخوانی صدراعظم عمران خان او د باندنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هر یو په لس کاله بند محکوم کړل.

دوی ته دا سزا د رسمي اسنادو د افشا کولو د تور په خاطر ورکړل شوې ده.

ادعا شوې چې عمران خان او قریشي له بهرنیو چارو وزارت څخه کوم سند وړی، خلکو ته یې د هغه په اړه معلومات ورکړي او بېرته یې وزارت ته سپارلی نه دی.

عمران خان او قریشي په بند کې دي او دوی ته سزا د دوشنبې په ورځ په هغه محاکمه کې اعلان شوه چې د رالپنډۍ ښار په ادیالې محبس کې دایره شوې وه.

عمران خان د لومړي وزارت په مهال په یوه عامه غونډه کې یو کاغذ خلکو ته وښود، ویې ویل چې دا د یوه جګپوړي امریکايی چارواکي لیک دی چې د ده د حکومت د پرزېدو غوښتنه پکې شوې ده.

محکمه وايي چې عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر یې په دې کار د رسمي او دولتي رازونو د پټ ساتلو د قانون سرغړونه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب