شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایراني چارواکي وايي، افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدا ایران ته...

ایراني چارواکي وايي، افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدا ایران ته ښه فرصت برابر کړی

تاند (دوشنبه، د دلوې ۹ مه) د ایران د جنوبي خراسان والي افغانستان ته د پاکستان د صادراتو کمېدا د ایراني مالونو د صادراتو د ډېرېدو لپاره ښه فرصت وباله.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، جواد قناعت د خپل ولایت د غوره صادروونکو په ستاینغونډه کې وویل، له افغانستان سره د ماهیرود د سرحدي ګمرک د څلرویشت ساعته کولو هڅه کوي.

په دې غونډه کې د جنوبي خراسان ولایت د کانونو، سوداګرۍ او صنعت عمومي ريیس احمد اریافر وویل چې افغانستان د ایران د سوداګرو لپاره ښه ظرفیت لري.

ده د افغانستان په بازارونو کې د لا ډېرې ونډې په خاطر د ایران فرصت ته په اشارې وویل، له پاکستانه افغانستان ته صادرات کم شوي، نو دا د جنوبي خراسان لپاره ښه فرصت دی.

د ایران د جنوبي خراسان د چارواکو په وینا، افغانستان ته د دوی د صادراتو لویه برخه تعیمراتي او خوراکي مواد دي.

ماهیرود بندر د دغه ولایت په بیرجند ولسوالۍ پورې تړلی چې د افغانستان له فراه ولایت سره پوله لري.

پاکستان هر څه موده وروسته په یوه نه یوه پلمه له افغانستان سره خپلې لارې بندوي چې له کبله یې د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري راکړه ورکړه سخته اغېزمن شوې ده.

2 COMMENTS

  1. ایران باید له پاکستانه درس واخلي او بغیرکم مشکله د افغانستان سره تجارتي پرمختګ ته دوام ورکړي

  2. دافغانستان تجارت داچې له محدودو هیوادونو سره وشي ښه نه دی ځکه هر هیواد دخپلو ټاکلو موخو په تر لاسه کولو کې کوښښ کوي،هدف ته تر رسیدو وروسته تجارتي ګذارونه کوي،له حکومت مو هیله داده چې دتجارتي اړخه مو له نړۍ سره وصل کړي تر څو دهغوی له باکیفیته اجناسو او خداماتو استفاده وکړو په دې سره به مو د وارداتي توکو دضایعاتو مخنیوی کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب