یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د افغاني روښانفکرۍ مشروطیت | نعمت الله صدیقي

د افغاني روښانفکرۍ مشروطیت | نعمت الله صدیقي

دا د بشري تاریخ په متن کې هیڅ کومه نوې او جالبه خبره نه وه او نه ده، چې یوه ټولنه او خلک دې له تاریخي سیر او ارتقا سره خپل ژوند، اند او فکري تګلوري او لیدلوري سیال او پر مخ یوسي؛ بلکې دا د طبعیت هغه لورېینه او مسلم حق دی، چې په لږ و ډېرې شعوري خوځېدنې هم یوه ټولنه او خلک ترې مستفید کېدای شي. نړۍ او سیمه چې د اتلسمې او نولسمې پيړۍ په اوږدو کې د خپلو منورینو او روښانفکرو عالمانو د پر مغزو مشروطه او مډرنیټه د کوم رنسانس له طبعي سیره راتېروه او د یوه نسبتاً شعوري او بشري ژوند خوا ته متمایله وه؛ نو په همدغه طبعي او شعوري سیر او مزل کې افغانستان هم د خپلو روښانفکرو او له نړۍ د باخبرو عالمانو او پوهانو په مټ د خپل وطن او ملت لپاره د مشروطه، حقوقي او د معاصرې حکومتوالۍ په اساس د یوه بامتمدنه او ولسواکه او ملي حاکمیت لپاره د مشروطیت غورځنګ په نامه هغه تحریک اعلان کړ، چې وروسته یې د یوه ایډیال نظام ترڅنګ د خپلواکۍ د اخیستنې او په سیمه کې د همدې شعور او انګیزو څپو ټولې سیمې ته ریفورمونه او بدلون ورکړ.

که څه هم افغانستان د معاصرې مډرنیټې له مخې د امیر شیرعلي خان د حکومت په وخت کې ځينې کارونه یا سسټمونه خپل کړي وو، خو د مشروطیت غورځنګ نسبتاً شعوري او منظمه احیا دا ایجابوي، چې سړی یې د افغانستان د معاصرې روښانفکرۍهغه مقدمه وبولي، چې وروسته یې په اماني دوره کې یا د دویمې دورې په اصطلاح د دویم مشروطیت د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخیستنه، اساسي قانون، ملي حاکمیت، د حکومتوالۍ او مدیریت معاصره دستګاه فعالول، مطبوعاتي ازادي یې هغه نتایج وو، چې د همدې غورځنګ عملي او نظري لاسته راوړنې او روایت یې زموږ د تاریخ په زرینو پاڼو کې ثبت او خوندي دی.

مشروطیت غورځنګ په اول او دویم مشروطیت هم ځکه یادېږي، چې لومړۍ مشروطیت (۱۹۰۹م) رسمي تاسیس د بنسټ او له لږ و ډېر فعالیت وروسته د وخت د امیر حبیب الله خان له خوا وځپل شو، چې ټول خو نه؛ بلکې اکثریت غړي یې په دار، توپونو او نیمه یې په زندانونو کې شهیدان کړای شول. لومړي مشروطیت چې په سرلارو کې یې د شاهي مدرسې او حبیبیه لیسې ډېری ښوونکي وو، د بېلا بېلو برخو په نامه یې مختلفې کومیټې لرلې، چې د هرې کومیټي مشري یې مختلفو مشروطه خواهانو کوله، چې ټوله شمیر یې په کابل کې تر ۳۰۰ سوو تنو ته رسیده او په ولایاتو کې یې تر ۹۰۰ سوو کسانو شمیر یاد شوی دی. د لومړي مشروطیت غورځنګ د ټولو کومیټيو مشري د حبیبیې لیسې ښوونکي مولوي محمد سرور واصف کوله، چې د شاهي مدرسې مولوي عبدالروف کندهاري، میر قاسم خان، مولوي عبدالرب، مولوي عبدالواسیع، مولوي غلام محی الدین افغان، عبدالجلال خان، فورفیسور غلام محمدخان، کاکا سید احمدخان لودین، سردار عبدالرحمان خان، سردار عبدالحسیب خان، بابا عبدالعزیزخان، استاد محمد انور بسمل، تاج محمد بلوچ، محمد اکبر اخندزاده، بارکزی شیرعلي خان، مولوي محمد مظفرخان مروت، حافظ عبدالقیوم، میرزا عبدالرازق، محمد حسین خان اڅکزی، نظام الدین ارغندیوال، حاجي عبدالعزیز، محمد اسلم سیغاني، صاحبزاده عبدالله مجددي، ملا فیض محمد کاتب، امرالدین خان، حاجي محمد اکبریوسفي، میرزا محمد حسن خان، احمدقلي خان، عبدالروف خان. میرزا عیاث الدین، ملا عبدالحق او مولاخان ورسره د سر د قطار منورین او روښانفکره پوهان او ملګري وو.

دویم مشروطیت چې د لومړي مشروطیت دوام او دویم پړاو و، دا هم د امیر حبیب الله خان په وخت کې د امیر امان الله خان او د هغه د فکري او نظري همغږۍ په تواسط په نوې بڼه او مورال په داسې دبدبه رامنځته شو، چې د مشروطیت ځینې کسان له زندانونو ایله شوي وو او ځينو بیا د همدې نوي امیر د فکري همغږۍ او نظري مشروطیت په ملګرۍ د حکومت او نظام په اډانه کې راڅرګند شول، دا موندنې یقیني دي، چې د دویم مشروطیت فکري او نظري اډانه له اوله له نوي امیر سره د یوه پټ او همغږي نظري اساس پر بنسټ رغول شوې وه، چې په سرلارو کې یې د ګڼو پوهانو او روښانفکرانو ترڅنګ محمود طرزی (چې د امیر امان الله خان خسر هم کېده)، عبدالهادي داوي پریشان، عبدالرحمان لودین کبریت، میرغلام محمد غبار، محمد ولي خان دروازی، شجاع الدوله، محمد ابراهیم جمشیدي، ادام خان، میریاربیک خان دروازی، میرزمان الدین خان دروازی، غلام محمد اعتمادي، جمعه خان، سید غلام حیدر پاچا، غلام محی الدین ارتي، احمد رحماني، کریم نزیهي(جلوه)، سیدقاسم خان، سید عبدالله خان، بشیراحمدخان، میرزا محمد مهدي چنداولي، سیدحسن فرقه مشر(شیون) او سردار عبدالحسین عزیز یې د سرلاو په قطار کې راځي.

د مشروطیت غورځنګ د روښانفکره او ملي سیاست په اهدافو کې د یوه داسې حقوقي، اقتصادي او پرمختللي مډرن نظام او افغانستان و، چې د ویښتیا او روښانتیا لپاره یې مطبوعاتي مبارزه هم مهمه وه، همدا وو، چې له همغه پېله یې د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په (۱۹۰۶م) کال یې د سراج الاخبار په نامه لومړۍ او ورستۍ اونیزه هم راوویسته، چې بیا ځلې له شپږ کلن ځنډ وروسته په دویمه مشروطه کې د محمود طرزي په مدیریت کې پېل شوه. دا د مشروطه والو هغه اخبار و، چې یوازې د افغانستان په باب یې خپرونې نه کولې؛ بلکې د هند د نیمې وچې ترڅنګ یې د تاجکستان تر سرحدونو پورې هم خپل ملي او نړیوال صحافتي ارزښت او تقدس ساتلی و.

لومړی مشروطیت غورځنګ که څه هم په لیکلي بڼه کومه تګلاره او ګڼلاره نه لري؛ خو د علامه حبیبي او د یو شمیر نورو پوهانو له قوله، چې مشروطه خواهانو به هغه لس اصول (تلک عشره کامله) بلل، چې دوی به په خپلو بحثونو کې د مرام او اهدافو په نامه نومول، په لاندې ډول وضع کړي وو:

۱ . د اسلام د سپیڅلي دین د اصولو اطاعت د قرآن تقدس او د ټولو اسلامي احکامو منل.

۲ . د ملي حقونو د لاسته راوړلو او د ملت د استازیو تر نظر لاندې د حکومت د سیسټم د مشروطیه کولو، ملي حاکمیت د ټینګښت او د قانون د احکامو لپاره دوامداره هڅه.

۳ . نیکو کړو وړو او معاشرت ته د عامه خلکو رابلل او له بدو چارو یې د ژغورلو هڅه.

۴ . د افغانستان د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د ورورۍ او حسن تفاهم او د ملي وحدت ټینګښت.

۵ . د سولې او روغې جوړې له لارې د ملت اصلاح، نه د خشونت د وسلې د کارولو او زور له لارې.

۶ . د معارف، مکاتیبو د خلکو د بيدارۍ د وسایلو او مطبوعاتو پراختیا.

۷ . د خلکو د استازیو د ازادو ټاکنو له لارې د ملي شوری د مجلس تاسیس.

۸ . د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ ګټل او له بهرنیو هېوادونو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا.

۹ . د مساوات او اجتماعي عدالت د اصولو تامین.

۱۰ . د مدنیت د نویو اساساتو رامنځته کول د صنعت، حرفې او د اوبو د سرچینو او برق او نورو منابعو رامنځته کول.

د مشروطیت غورځنګ همدې پورته مرام ته که سړی ځغلنده هم وګوري، په لویه کې یې دوه ډوله اهداف لرل، چې یو یې د مملکت داخلي ریفورم او اصلاحات وو او بل یې په خارجي حواله د سیاسي خپلواکۍ بېرته اخیستنه او ترلاسه کول وو، چې وروسته یې بیا همدا دواړه اهداف د اماني دورې یا حکومت په شکل کې د افغانستان د تاریخ برخه هم دي.

د افغانستان د داخلي اډانې له مخې ملي واکمني او مدیریت، حکومتولي، ټولنیز عدالت، نظامي اردو، ولسي استازولي، اقتصادي لومړیتوبونه، ښوونه او روزنه، مطبوعاتي او فردي معقولې ازادۍ او له اساسي قانون نېولې تر ټولو پرمختللیو سیسټمونو پورې لکه بریښنا، حرفې، تلیفوني او ټیکنالوژي تخنیک ته ارزښت ورکول، صنعت او پر ملي تولیداتو تمرکز یې هغه څه وو، چې موږ يې د همدې پورته مرام او هدافو د داخلي ریفورومونو په قطار کې یادولی شو، چې د امانې دورې یا د مشروطیت غورځنګ د نظري او فکري تومنې عملي ډول و، چې افغانستان یې تقریباً پرلپسې تر یوې لیسزې شاهد و.

خارجي موډل یې، چې د اماني دورې یا د مشروطیت غورځنګ په اهدافو یا مرام کې یې په شدت سره یادونه شوې دا وه، چې د ملي قلمرو د بیا خپلونې ترڅنګ یې د امیر حبیب الله خان له وژنې او اقتدار ترلاسه کولو سره سمدستي د سیاسي خپلواکۍ جګړه اعلان کړه، چې د یو شمیر فتوحاتو له ترلاسه کولو وروسته یې داسې ملي خپلواکي ترلاسه کړه، چې په ټوله مانا یې هم د جګړې اوزار (مټ او تمویل) خپل وو او هم يې د خپلواکۍ سیاسي او ملي تګلوري او له هغې وروسته د ساتنې او پالنې روحیه خپله وه، چې وروسته یې د همدې خپلواکیو لړۍ او شعور د سیمې او نړۍ یو شمیر هېودونه هم تر خپل اغېز او اثر لاندې راوستي وو.

د مشروطیت غورځنګ یا اماني دوره له دې دواړو پلونو بېسارې او بې جوړې دوره او غورځنګ و، چې حتی د خپل ملي او افغاني هویت او پېژندنې د زماني او مکاني بستر زېږنده وو، هیڅ نوعه فکري، نظري، نظامي او حکومتي موډل او نظریه یې د نورو له ایډیالوژیو کافي او پور کړې نه وه، اما په معاصریت بلکل خبر او اګا وو، چې نړۍ سر د تقابل او اوږې وړنې تکیتیک او هنر باید څه شی وي؟ ولسي، حقوقي او مذهبي رواداري یې کله هم د خپلو خلکو او ټولنې له سطحې هغسې نه وه، چې ګواکې کوم حساسیتونه یا تضادات دې وزېږوي. البته د عازي امان الله خان ځینې وروستۍخپلسرۍ کله هم د مشروطیت غورځنګ کلیت نه و.

مشروطیت غورځنګ په ټوله مانا د افغاني او ملي هویت هغه روښانفکره غورځنګ او پېلامه وه، چې دا دی د یوې پېړۍ په تېریدو یې هم څوک له سپيڅلي حقانیت او ملي تګلوریو مخ نه شي اړولی او بیا داسې یو غورځنګ چې د خپلو خلک او ټولنې لپاره د یوې پیړۍ په تېریدا هم د خلکو د نجات او الګو په حیث خپل ثابت او ملي دریځ د افغاني روښانفکرۍ په توګه یاد او ښاد ساتي.

تل دې وي د افغانستان خپله ملي او افغاني روښانفکري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب