Homeخبرونهکابل به نن د څو هیوادونو د کنفرانس کوربه وي

کابل به نن د څو هیوادونو د کنفرانس کوربه وي

تاند (دوشنبې، ددلوې ۹ مه) ټاکل شوې ده چې نن (دوشنبې) په کابل کې «د افغانستان د سیمه ییزې همکارۍ نوښت» په نوم کنفرانس جوړ شي.

په دې کنفرانس کې، چې د طالبانو حکومت یې کوربه دی، د روسیې، چین، ایران او پاکستان استازي ګډون کوي.

د طالبانو د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سیمې او ګاونډ هیوادونو سفیران او ځانګړي استازي به په دې کنفرانس کې برخه واخلي.

د خبرپاڼې پر اساس، په دې کنفرانس کې به د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشي.

د ایران او روسیې استازو څو ورځې وړاندې د کابل په غونډه کې ګډون ته چمتووالی اعلان کړی وو.

له دې جلا په پام کې ده چې د روانې میاشتې په اتلسمه او نولسمه په دوحه کې د ملګروملتو تر مشرۍ لاندې د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړ شي.

د ملګروملتو د سرمنشي ویندوی سټیفن دوجاریک د دې کنفرانس په اړه ویلي، دا غونډه د ملګروملتو د سرمنشي په بلنه د هیوادونو او سیمه ییزو سازمانونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي او د ملګروملتو د ځانګړي څېړونکي فریدون سینیراوغلو سپارښتنو ته په کتو د افغانستان په اړه د نړیوالو د نظرونو همږغي ارزوي.

د دوحې په غونډه کې طالبانو او نورو افغان سیستوالو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي استازي د ګومارلو او د افغانستان لپاره د تماس د یوې ډلې د جوړېدو موضوع به د دوحې په غونډه کې وڅېړل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...