چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د داعشیانو په استولو د پاکستان تورنیدل او دغه راپور...

افغانستان ته د داعشیانو په استولو د پاکستان تورنیدل او دغه راپور ته د طالبانو غبرګون

تاند(دوشنبه، د دلوې ۹) د  هند سنډې ګارډین ورځپانې په یوه راپور کې تور پورې کړی، چې پاکستان پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره سرحدي ناندریو ته ځکه لمن وهي، چې طالب ځواکونه په نښتو بوخت وساتي او افغانستان ته داعشیان واستوي.

د دغې ورځپاڼې په یوه مقاله کې په دې اړه له طالبانو سره د پاکستان وروستیو نښتو او ناندریو ته اشاره شوې.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، پرته له دې چې دا راپور او تر دې مخکې شوې څرګندونې رد یا تایید کړي وایي چې د دوی ځواکونه د افغانستان د پولو د حفاظت وړتیا لري او داعش ورته په ګواښ نه شي بدلیدای.

هغه دغه راز ټینګار کوي، چې د داعش ملاتړ د هېڅ کوم هېواد په ګټه نه دی.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني استازي زلمي خلیلزاد او ځینو رسنیو هم ویلي وو، چې د طالبانو رژیم پاکستان، افغانستان ته د داعشیانو د استولو مسوول ګڼي.

د طالبانو چارواکو او ویاندویانو رسماً په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب