Homeخبرونهطالبانو ته د سیمه ییزو هېوادونو د ګډو او مشخصو وړاندیزونو...

طالبانو ته د سیمه ییزو هېوادونو د ګډو او مشخصو وړاندیزونو پر چمتو کېدو خبرې

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) خبري سرچینې وایي چې د ایران په هڅو د سیمې یو شمېر هېوادونو په کابل کې د طالبانو واکمن رژیم ته د افغانستان د وضعیت او دغه رژیم سره د خپل تعامل په اړه د وړاندیزونو د یوې مشخصې بستې پر چمتو کولو کار پيل کړی.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي، چې تازه یې پاکستان ته سفر هم کړی، په ضمني ډول د همداسې وړاندیزونو پر چمتو کولو د بحث خبره کړې ده.

له دې سره هم مهاله، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ایران ته په سفر تللی او له خپل ایراني سیال او یو شمېر نورو چارواکو سره یې لیدلي.

د هغه د خبرو یوه لویه برخه هم د افغانستان پر وضعیت او ورسره د ګاونډیو هېوادونو پر تعامل څرخېده.

ویل کیږي، چې په افغانستان کې د سیمې د هېوادونو خلاف د یو شمېر وسله والو ډلو د موجودیت اندېښنې رفع کول، په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت جوړول او یو شمېر نور د سیمې د هېوادونو له لوري په ګډه طالبانو ته له کېدل کېدونکو ګډو وړاندیزونو څخه دي.

د افغانستان لپاره د ایران استازي کاظمي قمي، تېره اوونۍ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا متقي سره د لیدنې پر مهال ویلي وو، چې په کابل کې د افغانستان لپاره د سیمې د هېوادونو د ځانګړو استازو ګډه غونډه جوړوي.

طالب وزیر د دغې طرحې هرکلی کړی و.

معلومه نه ده، چې طالبان به د دغو وړاندیزونو په اړه څه دریځ ولري، خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د بهرنیو جنګي ډلو حضور رد کړی او هم یې خپل رژیم ټول شموله او د ټولو افغانانو استازی ګڼلی.

دوی دغه راز، په دې اړه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې او مخالفت یې ورسره کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...