Homeخبرونهپه افغانستان کې د ټي ټي پي د ادعا شوي حضور په...

په افغانستان کې د ټي ټي پي د ادعا شوي حضور په اړه د طالب سفیر څرګندونې

تاند (چارشنبه، د جدي ۲۷ مه) په اسلام اباد کې د طالبانو د رژیم سفیر سردار احمد شکېب وایي، چې د پاکستان د حکومت او د دغه هېواد د طالبانو ترمنځ د مذاکراتو کوربه توب په دې مانا نه ده، چې ګواکې کابل پاکستاني طالبانو ته رېښتیا هم پناه ورکړې ده.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې د دې ترڅنګ زیاته کړه، چې د کابل واکمنو طالبانو له افغان خاورې د پاکستان د اندېښنو په اړه لازم ګامونه اخیستي.

د هغه په وینا، قطر هم د افغانستان د واکمنو طالبانو او امریکا تر منځ د خبرو منځګړتوب کړی، خو دا په دې مانا نه وه چې ګواکې قطر د دوی ملاتړی او پناه ورکوونکی و.

د طالبانو سفیر ټینګار کړی، چې د دوی رژیم د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

پاکستان بیا- بیا افغان طالبان تورنوي چې پاکستانیو طالبانو ته یې پناه ورکړې او د پاکستان خلاف د بریدونو ملاتړ یې کوي.

د طالبانو رژیم بیا دا ادعاوې بې اساسه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د خبر لیکنې آرونه او اصول| نصرت الله نصرت

لیکوال: اکبر نصراللهي ژباړن: محمدآصف شینواری خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه چاپ کال: ۱۳۸۶ل / ۲۰۰۷ز د کتاب شمېر: ۱۳۰ مخونه ما د «د خبر لیکنې آرونه او اصول» کتاب...