Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو ته ۳۶ کورونه جوړ او وروسپارل شول

د هرات زلزله ځپلو ته ۳۶ کورونه جوړ او وروسپارل شول

تاند (چهارشنبه، د جدي ۲۰مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد په هرات کې زلزله ځپلو ته د ۳۶ کورونو د جوړولو او سپارلو خبر ورکړی.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دا کورونه د رباط سنګي ولسوالۍ په خوش رباط او باغ رحمت سیمو کې جوړ شوي.

 هغه په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

په هرات کې د څو میاشتې مخکې زلزلې زرګونه کورونه ویجاړ او لسګونه زره کسان بې کوره او زیانمن کړل.

څه موده مخکې په هرات کې زلزله ځپلو ته د سندرغاړي فرهاد دریا په هڅه د یو شمېر کورونو د جوړولو خبر ورکړل شوی و، چې د څرنګوالي له پلوه نیوکو سره مخ شوی و.

په هرات کې لا هم ګڼ زلزله ځپلي به سړه هوا کې، خېمو کې ژوند تېروي او له ګڼو ستونزو شکایت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...