یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد هند په وړاندې په شل اوره سیالیو کې به افغانستان له...

د هند په وړاندې په شل اوره سیالیو کې به افغانستان له راشدخانه بې برخې وي

تاند (چهارشنبې، د جدې ۲۰ مه) د هند په وړاندې په درو شل اوره مسابقو کې به د افغانستان لوبډله له خپل نامتو ستوري راشدخان څخه بې برخې وي.

راشدخان چې له ۵۰ اوره نړیوال جام وروسته په انګلیستان کې د ملا جراحي عملیات وکړل، لا هم په مسابقو کې ګډون ته چمتو نه دی.

سره له دې چې د هغې ویډیو پر اساس، چې د افغانستان کرکټ بورډ پرون پر خپله فیسبوکپاڼه خپره کړه، راشد خان د تمرین په حال کې لیدل کېږي، خو بیا به هم نوموړی په مسابقه کې برخه وانخلي.

د کریک انفو د راپور له مخې، ابراهیم ځدراڼ، چې د راشد خان په ځای په شل اوره سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې کیپتاني کوي، وايي:«راشدخان پوره تیار نه دی، خو زموږ سره د هند په سفر کې ملګری دی. موږ هیله لرو چې هغه ژر ښه شي. دی د ډاکتر تر څارنې لاندې دی.»

ځدراڼ همداراز وویل:«له راشدخان پرته به موږ ستونزه ولرو خو ډېره نه ځکه چې د ده تجربې زموږ ټولو لپاره ډېرې مهمې دي، اما دا کرکټ دی او باید هرڅوک هر راز شرایطو ته چمتو واوسي.»

راشدخان په اکتوبر او نوومبر کې له نړیوال کرکټ جامه وروسته لوبه نه ده کړې. په وروستیو کې د متحده عربي امارت په وړاندې د افغانستان په درو شل اوره سیالیو کې یې هم ګډون ونه کړای شو.

د متحده عربي اماراتو په وړاندې په درو شل اوره سیالیو کې د راشدخان په ځای قیس احمد ولوبېد. نوموړي تر ټولو ډېرې ویکټې واخیستې.

د هند په وړاندې به د افغانستان په لوبډله کې مجیب الرحمان، نوراحمد، محمد نبي، قیس احمد او شرف الدین د ورو باولرانو برخه ډکه کړي.

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې سبا په لومړۍ شل اوره سیالۍ کې مخامخ کېږي.

دا لوبه د پنجاب په موهالي ښار کې کېږي.

افغانستان او هندوستان دوهمه شل اوره سیالي به د یکشنبې په ورځ (د جنوري ۱۴مه) او درېیمه یا وروستۍ به د جنورۍ په ۱۷مه وي.

له بلې خوا هندوستان هم خپله تکړه توپ وهونکي روهیت شرما او ویرات کوهلي تر څه باندې یو کلن ځنډ وروسته خپل شا اوره ‍ټیم ته راوستي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب