یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپر افغاستان او طالب چارواکو د پاکستان د موقت صدراعظم د نیوکو...

پر افغاستان او طالب چارواکو د پاکستان د موقت صدراعظم د نیوکو دوام

تاند (چهارشنبه، د جدي ۲۰مه) د افغانستان د طالب رژیم او پاکستاني چارواکو ترمنځ د اړیکو ښه کولو له هڅو سره هم مهاله، د پاکستان موقت لومړي وزیر انوار‌الحق کاکړ یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره یې د هېواد پر ضد کارول کېږي.

نوموړي یوې پاکستاني رسنۍ ته پرته له دې، چې د طالبانو د بیا واکمنیدو د شرایطو د یادونې له موضوع خپل ښکاره هدف ووایي، ویلي: «موږ هغوی ته وایو چې هر ډول شرایطو چې تاسې واک او حکومت ته رسولي یاست، اوس د حکومت د دندو ترسره کول ستاسو خپل مسوولیت دی او باید په تړاو یې ځواب ویونکي واوسئ چې د افغانستان له خاورې هېڅوک باید د پاکستان او سیمې هېوادونو ته ګواښ نه‌وي.»

پاکستاني صدراعظم همدا شان له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستو د پرېکړې دفاع کړې او ادعا یې کړې چې زیات پاکستانیان یې د پرېکړې ملاتړي دي.

په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې یې بیا- بیا له افغان خاورې د نورو هېوادونو خلاف د استفادې ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

څه موده مخکې د طالبانو د دفاع وزارت د ستراتیژۍ مرستیال او د کندهار والي ملا شیرین اخوند د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ او چارواکو سره یې د اړیکو د بیرته ښه والي په اړه خبرې وکړې.

د دې ترڅنګ، له پاکستان څخه د دغه هېواد د جمیعت علمای اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمن کابل او کندهار ته په همدې هدف سفرونه او طالب چارواکو سره خبرې وکړې، خو له دې ټولو سره، داسې ښکاري چې لا هم د دواړو لوریو تر منځ پر یو بل د تور لګولو لړۍ روانه ده.

2 COMMENTS

  1. طالب مشرانو! پام پام او پام!
    په تاسو کی د پاکستان دیر زیات جاسوسان شته. د خپلو خبرو او اعمالو سره احتیاط کوی، په چا باور مه کوی. پاکستان شه او شه وایاست ولی په قول یی مه کوی داسی سیاست ورسره وکری لکه دوی چی ستاسو سره کوی البته په تدبر، حکمت او دیپلوماسی.
    پاکستان تر امریکا خطر ناک دی، دا هیواد د افغانستان اصلی دوشمن دی. هر سوک په هر نامه چی د افغانستان ملی گتی په پام کی نیسی پاکستان ورته د دوشمن په سترگه گوری. همدا طالبان یی پرون هیروگان وه خو نن یی بیا نه غواری زکه د قوشتیپی کانال جوروی، د کنر بند جوروی او…… جوروی.
    طالبان باید په نرمی او عقلانیت ورسره تعامل وکری زکه طالبان له هره هرخه دیر ضعیف حالت کی دی. متخصصین نه لری، اقتصاد خراب دی، سیاست کی ضعیفه دی او داسی نور. په یوه یا دوه متخصصه هیواد اقتصاد او سیاست نه جوریژی.

  2. وروره ټول د پاکستان ښکاره جاسوسان دي حتی پاکستانیان دي ځکه د هغوی پاسپورتونه لري په هر کار کې ترې مشوره اخلي. طالب د اعتبار وړ ندی په لومړیو کې خلکو باور درلود چې کیدی شي یو څه یې سم وي او افغانیت پکې لږ پاته وي خو اوس پوره باور لرم چې دوی د پنجاب سره نه شلیدونکي اړیکې لري او د دایمي غلامۍ بیعت یې کړی. یو ثبوت یې دادی چې ټول افغانان د مولانا فضوله نه څومره نفرت لري مګر دوی همدا مواد فضوله رادعوت کړ. بیا همدا فضوله رسنیو ته وایي چې د نجونو د تعلیم نه د فلسطین موضوع ډیره مهمه ده او له همدې سره دا هم ثابته شوه چې د نجونو تحصیل او تعلیم پاکستان بند کړی. ته اوس هم وایې پام پام د پام اړتیا نشته باید پوره یقین ولرې چې طالب افغان ندی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب