چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهد افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې...

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې مهم ټکي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۳۰مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې ورځې ناوخته د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه لرله چې ویناوالو یې پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وکړل.

دغې غونډې ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن رزا اوتونبایوا د وینا پر مهال په افغانستان کې بشري وضعیت د ډېرې اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې تر ۲۰ میلیونو پورې افغانان فقر ځپلي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري.

هغې له زده کړو د نجونو او له کاره د ښځو د محرومولو په ګډون د طالبانو نورو افراطي کړنو ته په اشارې وویل چې افغانستان کې له ښځو سره سیستماتیک تبعیض روان دی.

مېرمن اوتونبایوا د سیاسي مخالفانو، بیان ازادۍ پر ځپلو او خپل سرو نیونو او ناقانونه وژنو په هکله چې ددې په باور په افغانستان کې رامنځته کېږي، نیوکه وکړه.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې په ورته وخت کې له دې امله خوشبیني وښوده چې د طالبانو د رژیم چارواکي له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي.

هغې په دې اړه چې طالبان د دغه تعامل لپاره څومره اصلاح کېدو ته ژمن دي او په دې تړاو کوم اجرایي ضمانت شته کنه، څه ونه ویل.

د روسیې او ایران استازو بیا د خپلو خبرو پر مهال پر نړیوالې ټولنې نیوکه وکړه چې پر طالب مشرانو یې بندیزونه دوامدار ساتلي.

د روسیې استازي خو دا هم وویل چې له دې امله به د بندیزونو پلویان ډېر په ځنډ پښېمانه شي.

د چین استازي د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې طالبانو په افغانستان کې امنیت راوستی، اقتصادي لاسته راوړنې هم لري او باید د بیارغونې لپاره مرستې ورسره وشي او د تعامل لاره غوره شي.

د ازبکستان استازي د خپلو خبرو پر مهال خبرداری ورکړ چې د افغانستان هېرول او د بشري ناورین په مقابله کې ورسره نه همکاري به ښې پایلې ونه لري.

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر بیا طالبان د ښځو او ټولو افغانانو خلاف د تبعیضي سیاستونو په عملي کولو تورن کړل او مدعي شوه چې په دې برخه کې یې مستند اسناد هم په لاس کې شته.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پرځېدلي جمهوري نظام د استازیتوب سرپرست نصیر احمد فایق چې لا هم خپل کار ته دوام ورکوي، د خپلو خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې پر پاملرنې ټینګار وکړ خو نیوکه یې وکړه چې د نړیوالو دریځ افغانانو ته د قناعت وړ نه دی.

د ده په وینا، که طالبانو سره له روښانه شرطونو پرته تعامل وشي، دوی به پر افغانانو نور ځپونکي قیودات هم وضع کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب