چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکابل ته د پوتین د استازي سفر او ملا متقي سره پر...

کابل ته د پوتین د استازي سفر او ملا متقي سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۹ مه) د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی ضمیر کابلوف نن کابل ته د سفر پر مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.

د متقي دفتر وایي چې په دې کتنه کې د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، د سوداګرۍ ودې او سیمه ییزو او نړیوالو میکانیزمو کې د طالبانو د رژیم د حضور په اړه هراړخیزې خبرې وشوې.

په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي وویل، د افغانستان او روسیې دوې اړخیزې اړیکې ورځ په ورځ قوي کېږي او له روسیې څخه مننه کوو چې په نړیوالو ناستو کې له موږ څخه ملاتړ کوي.

مولوي متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي او د طالبانو رژیم چمتو دی چې د سالنګ لویې لارې له رغول کېدو وروسته جنوبي آسیا ته د روسي توکو په لېږد کې مثبت رول ولوبوي.

ورته مهال د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وویل، ځیني هېوادونه غواړي د نوو میکانیزمونو د جوړولو له لارې خپلې اجنډاوې په سیمه کې پلې کړي او د طالبانو له توافق پرته باید داسې څه ونه شي.

کابلوف زیاته کړه، که هر هېواد له افغانستان سره مشکل لري کولای شي، واکمن رژيم سره یې د دوو اړخیزو اړیکو له لارې مطرح کړي.

نوموړي وویل، ځینې هېوادونه ګوري چې د سیمې هېوادونه د افغانستان حکومت سره همکاري پراخوي، هغوی غواړي چې د نویو میکانیزمونو له لارې په سیمه ییزو مسایلو کې دخیل شي او دغو پرمختګونو کې ستونزې راولاړې کړي.

کابلوف ټینګار وکړ چې د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان بانکي زېرمې له کنګل وباسي او پرېږدي چې دغه ریزرف د افغانستان په اقتصاد کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل، روسیه چمتو ده چې افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي او چمتووالی یې وښود چې افغان سوداګر روسیې ته ولاړ شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګریزو فرصتونو خبرې اترې وکړي.

د روسیې استازی داسې مهال کابل ته سفر او داسې څرګندونې کوي چې تازه په تازه د متحدو ایالتونو او متحدینو لخوا یې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د شویو بحثونو پر مهال طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ بیا ونه سپارل شوه او تر څنګ یې لویدیزو هېوادونو د ملګرو ملتونو په محوریت په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د ټول شموله حکومت جوړولو لپاره هڅې پیل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب