چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهکابل پوهنتون سره د ترکیې ژمنه شوې همکارۍ ته د ایران منفي...

کابل پوهنتون سره د ترکیې ژمنه شوې همکارۍ ته د ایران منفي غبرګون

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۹ مه) د ایران د سپاه پاسداران ځواک یوې تبلیغاتي رسنۍ« تسنیم» د کابل پوهنتون سره د ترکیې هېواد ژمنه شوې همکارۍ ته توند غبرګون ښودلی او ویلي چې دغه هېواد په افغانستان کې د خپل نفوذ زیاتولو په هڅه کې دی.

یاد شوي خبري اژانس د کابل پوهنتون لپاره د طالبانو رئیس اسامه عزیز سره د ترکیې د سفیر جنگ اونال لیدنې ته په اشارې ویلي چې ترکي سفیر له کابل پوهنتون سره د همکارۍ ژمنه کړې.

د ترکیې د سفیر په وینا، دا همکاري به تر ډېره علمي او د پوهنتون د وړتیا لوړولو لپاره متمرکزه وي.

د ایران یاد شوي خبري اژانس بیا ویلي چې ترکیه په دې ډول افغانستان کې خپل نفوذ زیاتول غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو او د طالبانو له واکمنېدو سره ان په کندهار کې خپلو نفوذي او تبلیغاتي هڅو ته زور ورکړی.

د ترکیې په اړه هم څارونکي باور لري چې د پان ترکیزم د نظریې په اساس د افغانستان له ازبکانو او ترکمنانو سره د ځانګړو اړیکو د پراختیا او تفرقې زیاتولو په هڅه کې دی، خو څارونکي په دې برخه کې ایران او ګڼ نور هېوادونه هم یادوي چې ښه نیت نه لري، مګر بیا هم افغانان د دوی علمي او نورو مرستو ته اړتیا لري.

6 COMMENTS

  1. ایران یو بی دینه مملکت ده ‌د اسلام له نوم څخه استفاده کوی او اسلام نام بدوی افغانستان خو نشی کولی چی ترکیه له ایران سره مقایسه کړی د ترکیه او افغانستان یو دین یو مذهب و یو نظر لری مونږ څنګه کولی شو یو ناقصه او بې دینه حکومت بخاطر د خپل هم مذهبه او دینی ورونه خفه کړو د اسلام ستون د ترکیه له برکته قایم ده

  2. سلامونه،
    ایران(فارشیعستان!) څه حق لري چې دکابل پوهنتون ( څه دانش کده یا آتشکده!!خو نده) سره د ترکیي یا بل ورور هیواد د مرستو نقد وکړي.شیر اله ورور هم رښتیا واییی.
    ترکیه که یو دوستم یعنې دشمنمز! او د ډلې غداران ې ځانسره وساتي؛ نور ترکمن،ازبک، ایماق ،کرګز او قزاق ټول یو افغان یا مسلمآن دي او تل ې د وطن په استقلال او صنعت، طبابت او نظامي کې خدمتونه کړي دي؛
    نه د مهګک او ا نورو په خر او اسان خرڅ شویو غلامانو او او سوریه عراق کې دسني مسلمانانو قاتلان…..

  3. هیله ده ګران لوستونکی دا ډول مسائل او موضوعات په دینی او مذهبی استدلانونو توجیه نه کاندی.
    نړیوال استعمارګران غواړی چی د فارسی د فرهنګ د منظومی محور نور هم نازک او بطی کړی او تُرکی منظومه فعّاله کړی. که فارسیان له فرهنګی او اقتصادی نظره د افغانانو ( پښتنو او غیر پښتنو ) په خیر او ګټه نه وی نو تُرکان او منافق اُردوغان ( دا د نړیوال کُفر او صهیونیزم پټ مزدور ) خو اصلاً د افغانانو خیر نه غواړی.
    تُرکان ( د عثمانی منحط خلافت او اتاتورک په شمول ) ډیر نژادپرست مخلوقات دی.
    د افغانستان علمی مرکزونه سم نیمی په فارسی فرهنګ مجهز وه ( حتی د پښتنی طالبانو او مُلایانو د زده کړو پیل د فارسی ژبی په ګُلستان ؤ ) خو زمو په علمی مرکزونو کی تُرکیانو هیڅکله او هیڅ فرهنګی ریښه او نفوذ نه درلود البته په پخوانی وختونو کی تُرکئې ته د یو څو عسکری کسانو یا طِبی محصلینو تحصیلی بُرسونه د نفوذ معنی نلری.
    دا چی نن ورځ مسلمان! طالب او سیکولر تُرکی غاړه تر غاړه خواږه خواږه سره غونځیږی، علت او انګیزه ئی باید بل ځای وپلټل سی.

  4. که امانات اهل ته یی ونسپارل شی،معنی یی دا ده چي خیانت بنا شو ؛ که فرضاََ یواځي څو طالبی ملایان چي دِ اُمت ،معتبرو علماوو مشورو ته اړ دی ؛ بیا هم دا ومنو ، حد اقل دوه سوه لویی رشتی
    بی له مربوطه شعباتو په ڼنی ژوند کی رول لری او موږ یی متخصصینو ته اړ یو ؛ نو بی له اهل الذکر
    یا متخصصینو اداره ، راکړه ورکړه بیا په علمی میدان کی عیناََ دِ مکتب او پوهنتون تړل دی، چي دِ افغان مسلمان ملت لپاره دِ تحقیر لوی دلیل او دِ پرمختګ په مخکی لوی جاهلی یا استخباراتی خنډ
    دی .
    دِ مومن امرا او حکامو یو اهم خاصیت علم پروری او د اهل الذکر یا متخصصینو عزت ساتنه او بی ساری خدمات دی ، او چیرته چي د اهل ایمان او علم خبره وی ، ډیر مودبانه برخورد کوی نه ښکرور .
    لکه چي اصحاب تربیت و اخلاق وایی :
    نسازد علم بی اخلاق فخر مرد را ظاهر ګر به ظاهر درس دهد صد فخر رازی را
    نو وحشیانه حملی په اهل علم او ایمان ، جاهلی تعصبات ، انحصار او بیلوالی له ملت او اُمت نه
    هغه خصوصیات دی چي د اسلامی نظام اعاده ، خادموالی د ملت او ریښتونولی تر شدیدی پوښتنی
    سره مخامخ کوی او د مدعیانو کذب ثابتوی ، ځکه چي په دومره فهم ، تنګ نظری ،جاهلی تعصبات او انحصار سره ، اسلام ، ملت ، اُمت او بشریت ته خیر او خدمت کول به کاملاََ غلطه محاسبه وی .
    ملا ستړی خدای ناراضه .

  5. له موږ افغامانو سره چي هرڅوک د علم په زده ګړه کومک کوي، زه هرکلی ورته وايم. اوس چي ترګانو وروڼه دانيت کړي د افغانانو سره د پوهنتون په برخه کي کومک وکړي ډير د خوشحالي ځای او د خوښني وړ نيت ده. ترکيه په اسلامي نړی کي يو پر مخ تللي هيواد دي چي سيال يي د کرهڼي، طبي، صنعتي او نورو برخو کي په اسلامي نړی کي نه ليدل کيږي.
    نن ايرنايان، عربان او حتا اروپايان د ځان د علاج لپاره ترکيي ته ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب