چهارشنبه, اکتوبر 2, 2024
Homeخبرونهقطر د افغانستان- پاکستان او ازبکستان په رېل پټلۍ کې مرسته کوي

قطر د افغانستان- پاکستان او ازبکستان په رېل پټلۍ کې مرسته کوي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۹ مه) راپورونه وایي چې قطر د ازبکستان د ولسمشر شوکت میرضیایف په غوښتنه، د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د رېل پټلۍ پروژه« افغان ترانس» کې مرسته کوي.

د راپور له مخې، یاده غوښتنه د ازبکستان ولسمشر د قطر له امیر شېخ تمیم بني حمد بن آل ثاني څخه کړې او هغه په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.

د یادې پروژې له عملي کېدو سره تمه کېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان له لارې سره ونښلول شي.

طالب او د یادو هېوادونو چارواکو د دغې پروژې په عملي کېدو ټینګار کړی، خو تر اوسه یې د عملي چارو ډېر څرګ نه لیدل کیږي.

قطر، ازبکستان او پاکستان درې واړه د طالبانو د رژیم له مهمو ملاتړو ګڼل کیږي.

له دې سره، شک کېږي چې پاکستان به له دغې پروژې سره په عمل کې هم ملاتړی او همکار وي.

پاکستان وېره لري چې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان د اړیکو پراختیا به له دغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د لا کمرنګه کېدو سبب شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب